کابل (پژواک ١٠ غبرګولی ٩١): د ماليې وزير په ډاګه کړه، کومې ادارې چې د فساد د له منځه وړلو په موخه جوړې شوې، اتيا سلنه په خپله په فساد کې ښکېلې دي.
د ماليې وزير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال دغه څرګندونې د غبرګولي په ١٠مه په کابل کې د مدني ټولنې د ملي کنفرانس ګډ کاري ګروپ غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې د فساد پر ضد مبارزه تش يو شعار پاتې شوى او له دغه شعاره د سياسي موخو لپاره کار اخيستل کېږي.
زاخېلوال وويل، کومې ادارې چې د فساد د له منځه وړلو په موخه جوړ شوې، اتيا سلنه په خپله په فساد کې ښکېلې دي او يواځې ٢٠ سلنه يې د له منځه وړلو لپاره کار کوي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ نور له خپلو ادارو څخه مايوسه شوي يو، له نړيوالې ټولنې غواړو چې په دې برخه کې خپل نظارتي رول نور هم زيات کړي، څو د فساد مخه ونيول شي.))
د ماليې وزير دا هم وويل، چې افغانان او نړيواله ټولنه نوره ستړې شوې، که چېرې افغانان نړيوالې ټولنې ته دا ونه ښيي چې دوى د ځان بساينې په لوري روان دي، نو نړيواله ټولنه به د اوږودمهاله مودې لپاره د مرستو له ورکړز ډډه وکړي.
د هغه په وينا، نړيواله ټولنه غواړي چې له خپلو مرستو ډاډمن شي او که چېرې دوى ته دا ډاډ ورنه کړل شي، په عمل او کړنو کې دا ثابته نه کړه، نورې مرستې به ونه کړی.
دى وايي، که چېرې نړيواله ټولنه پوه شي چې مرستې يې تر ٢٠٢٠ زېږديز کاله کومه نتيجه نه ورکوي، سر له اوسه به يې ودروي.
زاخېلوال وويل، چې د دغه کنفرانس لپاره يې يو بشپړ او کره سند جوړ کړى دى.
د افغانستان په اړه د توکيو نړيوال کنفرانس په اګست مياشت کې جوړېږي او موخه يې تر ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره په اقتصادي برخو کې مرستې دي.
زاخېلوال زياته کړه، چې د ياد سند له مخې افغانستان له نړيوالې ټولنې، له ٢٠١٤ کال وروسته د هر کال لپاره د څلورو ميليارده ډالرو غوښتنه کوي، څو د افغانستان اقتصاد په خپلو پښو ودرېږي او لويې پروژې ترسره شي.
هغه وايي: ((د افغانستان حکومت د انتقال له پروسې وروسته د بدلون په لسيزه کې بايد نړيوالې ټولنې ته ډاډ ورکړي، چې پيسې يې په سمه لاره لګېدلې دي.))
نوموړى وايي، چې افغانستان بايد د هر کال له تېرېدو سره خپل عوايد ترلاسه کړي، ځکه چې له ٢٠٢٠ زېږديز کال وروسته د نړيوالې ټولنې مرستې کمېږي.
زاخېلوال وويل، چې د مرستو په سمه توګه لګولو او اداري فساد له منځه وړلو په اړه د نړيوالې ټولنې غوښتنې په حق او د افغانانو په ګټه دي.
هغه له مدني ټولنې وغوښتل، چې له توکيو کنفرانس مخکې دې نظارتي رول ولري او له کنفرانس وروسته دا رول نور هم زيات کړي.
د يادونې ده، چې د مدني ټولنو به دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د توکيو کنفرانس د ګډون لپاره ٣٠ غړي وټاکي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن