مزارشريف-کلات (پژواک ١٣ غبرګولى ٩١): د بلخ چمتال ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
په دغه ولايت کې د مېشتو ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د غبرګولي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودنه پرون ناوخته د چمتال ولسوالۍ د مقرن په سيمه کې شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې ايساف او افغان ځواکونه په سيمه کې پر ګزمې بوخت وو، چې په لاره کې پرې خښ شوى ماين والوت.
خبرپاڼه کاږي، چې په دې چاودنه کې ګډو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى، خو له امله يې دوه عام وګړي وژل شوي دي.
د سيمې اوسېدونکي هم د دغې چاودنې او اوښتې مرګ ژوبلې پخلى کوي، خو د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني له دې پېښې بې خبري وښوده.
د يو بل خبر له مخې، د زابل د شاه جوى ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو ماين خښوونکو د نيولو خبر ورکړل شوى دى.
د شاه جوى ولسوال محمدصديق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کسان تېره ورځ مازيګر نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو غوښتل چې دي ادې ولسوالۍ اړوند د چشمو په سيمه کې په يوه هديره کې د هغو پوليسو قبرونو ته ماينونه خښ کړي، چې په دې وروستيو کې وژل شوي وو.
ولسوال وايي، چې سيمه ييزو پوليسو په دې اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړل او دوه ماين خښوونکي يې په داسې حال کې ونيول چې د درېيو وژل شوو پوليسو له قبرونو سره يې ماينونه خښ کړي وو.
د يادو دواړو پېښو په اړه تر اوسه وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP