غزني ښار (پژواک ۱۳ غبرګولى ۹۱): چارواکي وايي چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او ولسي خلکو ترمنځ په نښته کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د اندړو ولسوال شېرخان يوسفزي د دغه خبر د پخلي ترڅنګ د غبرګولي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د اندړو ولسوالۍ د قدم کلا په سيمه کې د وسلوالو طالبانو او ولسي وګړو ترمنځ درنه نښته رامنځته شوه.
د هغه په وينا، نښته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې وسلوالو طالبانو په دې سيمه کې د ولي محمد کور ته اور واچاوه او ويې سوځاوه.
ولسوال وايي، چې له دې پېښې سره سم د سيمې د خلکو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې په پايله کې يې دوه وسلوال ووژل شول.
د يوسفزي په وينا، په دې نښته کې ولسي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
د ولسوال په وينا، وسلوالو طالبانو له دې امله د ولي محمد کور سوځولى چې هغه له ولس څخه د ملاتړ اعلان کړى و.
يوسفزي زياته کړه، چې د سيمې خلک نور له جنګ څخه په تنګ راغلي او غواړي چې په سيمه کې يې امنيت او سوله ټينګه شي، ترڅو هغه خلک هم وکولاى شي، په سمه توګه سره ژوند وکړي.
بلخوا د سيمې اوسېدونکي وايي، چې وسلوالو طالبانو په دې تور يو قومي مشر وژلى چې د خلکو له ولسي پاڅون څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړى و.
د سيمې يوه اوسېدونکي، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې وژل شوى قومي مشر معاون معصوم خان نومېده.
سرچينې زياته کړه، چې نوموړى تېر ماښام له جومات څخه کور ته روان و، چې په لاره وسلوالو طالبانو وواژه.
خو د اندړو ولسوالۍ امنيتي چاوراکي بيا د دغه قومي مشر له وژنې څخه ناخبري ښيي.
د يادونې ده، چې له تېرې مياشتې راهيسې په اندړو ولسوالۍ کې وروسته له هغه د سيمې خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ، چې طالبانو د دوى ښوونځي وتړل.
د دغه پاڅون په ترڅ کې تر اوسه ګڼ شمېر وسلوال طالبان او د سيمې اوسېدونکي وژل شوي دي.
د تازه پېښو په اړه تر اوسه وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.