کابل (پژواک ١٨ غبرګولى ٩١): ولسمشر حامدکرزي د ناټو ځواکونو له خوا د لوګر په ولايت کې د هوايي بريدونو له امله د ملکي خلکو وژل غندلي او د چين سفر يې رالنډ کړى دى.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ويندوى له دفتره د غبرګولي په ١٨مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزى په کندهار او لوګر ولايتونو کې د پرونيو پېښو له امله چې ګڼ ملکي خلک په کې ووژل شول، د چين سفر رالنډوي.
تېره ورځ په کندهار کې د غبرګو ځانمرګو بريدونو کې ٢٢ ملکي وګړي ووژل شول او ٥٠ نور ټپيان شول او په لوګر ولايت کې د ايساف ځواکونو د هوايي بريد له امله ١٨ ملکي وګړي ووژل شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د ناټو ځواکونو له خوا د هوايي بريد له امله د ١٨ ملکي وګړو وژل کېدل په کلکه غندلي دي.
سرچينې د کرزي له خولې ويلي: ((د ناټو ځواکونو هغه عمليات چې ملکي خلکو ته د سر او مال زيان ورسوي په هېڅ ډول توجيه نه لري او د منلو او زغم وړ نه دي.))
ولسمشر په لوګر کې د ناټو ځواکونو په هوايي بريد او په کندهار کې په ځانمرګو بريدونو کې د ملکي خلکو پر وژنه ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.
خبرپاڼه وايي، چې د دغو پېښو له امله ولسمشر کرزى په چين کې خپل رسمي سفر را لنډوي او ډېر ژر به هېواد ته راستون شي.
د سرچينې په وينا، کرزي تېره شپه د لوګر او کندهار د پېښو د څرنګوالي په اړه له خپل لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم او د لوګر او کندهار له واليانو سره ټيلېفوني خبرې کړې او په دې اړه يې ترې معلومات غوښتي دي.
ايساف د لوګر په پېښه کې د ملکي تلفاتو خبره نه ده منلې او همدومره يې ويلي، چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن