ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو : د توغندويي بريدونو ستونزه دې دخبرو له لارې هواره شي

ناټو : د توغندويي بريدونو ستونزه دې دخبرو له لارې هواره شي

author avatar
11 Jun 2012 - 18:57
ناټو : د توغندويي بريدونو ستونزه دې دخبرو له لارې هواره شي
author avatar
11 Jun 2012 - 18:57

اسعد اباد ( پژواک ٢٢ غبرګولى ٩١ ) : په افغانستان کې دناټو ملکي استازي سايمن ګاس وايي، چې دافغانستان او پاکستان حکومتونه دې دتوغندويي بريدونو ستونزه د خبرو اترو له لارې هواره کړي.

د ناټو ملکي استازي دغه څرګندونې نن د (غبرګولي په ٢٢مه) کونړ ولايت ته دسفر پر مهال د کونړ له والي سيد فضل الله وحيدي سره ديوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

 سايمن ګاس وويل : (( موږ  دافغانستان حکومت او د خلکو د مرستې لپاره راغلي يو او خپلو دې مرستو ته به ادامه ورکوو. ))

 هغه زياته کړه ، چې  د افغان امنيتى ځواکونو  ښې روزنې ته هم دوى ځانګړې پاملرنه کوي .

 د ناټو ملکي استازي وويل ،چې افغان ځواکونو  ته د امنيت د چارو دسپارلو په دريېم پړاو کې د کونړ ځينې ولسوالۍ هم شاملې شوې دي  .

 سايمن ګاس زياته کړه، چې ولسي خلک او قومي مشران بايد له خپلو امنيتى ځواکونو سره د امنيت په ساتنه کې فعاله ونډه واخلي .

 نوموړي وويل ،چې د پاکستان په قبايلي سيمو به ترهغه پورې دبې پيلوټه الوتکو بريدونه دوام وکوي، چې په دې سيمه کې ترهګري ځپل شوې نه وي.

 هغه د پاکستان له خاورې څخه د کونړ پر سرحدي ولسواليو د توغندويي بريدونو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې دغه ستونزه دې افغانستان او پاکستان د خبرو له لارې هواره کړي .

نوموړي زياته کړه ،چې دغه مسئله د ناټو ،افغانستان اوپاکستان د درې اړخيزه کمېسيون لخوا څېړل کيږي، چې پايلې به يې ډير ژر اعلان شي.

 په همدې مهال دکونړ والي سيدفضل الله وحيدي وايي، چې  دکونړ پر سرحدي سيمو د پاکستاني پوځيانو لخوا توغنديز بريدونه کيږي ،په دې اړه د درې ګونې کمېسيون سره خبرې شوي ،خو تراوسه يې پايله نه ده څرګنده شوې.

 ځايي اوسېدونکي وايي ،  په دې بريدونو کې، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې پيل شوي دي، څلور تنه مړه، يو شمېرټپيان او لسګونه کورنۍ کډه شوې دي.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.