غزني ښار (پژواک ۲۲ غبرګولى ۹۱) : د غزني چارواکي وايي، چي پر يوه کور د سلوالوطالبانو له لوري د توغول شوې مرمۍ د لګېدو له امله دوه مېرمنې ووژل شوې.
د غزني د والي وياند سباوون د غبرګولي په ۲۲ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د ګيلان ولسوالۍ د جنډې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې په ياده سيمه کې د دولتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه، چې د وسلوالو طالبانو لخواتوغول شوې مرمۍ د خلکو پر کور ولګېده او له امله يې دوه مېرمنې ووژل شوې.
سباوون وايي، چې اوس مهال نښته پاى ته رسېدلې، خو په سيمه کې د دولتي ځواکونوله لوري عمليات روان دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبر له مخې ، تېره ورځ ناوخته په غزني ښار کې يو قومي مشر د ناپېژاندو وسلوالو له لوري ټپي شوى دى.
د غزني د والي وياند سباوون وايي، چې د ا پېښه د ښار اړنده د پښتون اباد په سيمه کې رامنځته شوې ، چې د ناپېژاندو وسلوالو له لوري د اب بند ولسوالۍ يو قومي مشر، د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو کانديد قوماندان شريف الله ټپي شوى دى.
خو هغه زياتوي ، چې په دې بريد کې د هغه يو مېلمه وژل شوى دى.
د سباوون په وينا، بريد کوونکيو د اکمالاتي کاروان د ساتونکو يونيفورم اغوستى و او تر بريده وروسته تښتيدلي دي.
د عبدالرحمان په نامه دسيمې يو تن اوسېدونکي هم پژواک اژانس ته وويل ، چې پر قوماندان شريف الله بريد شوى دى.
نوموړى وايي ، چې نوپوهيږي دا بريد به چا کړى وي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې ديادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
وروسته له هغه ، چې د غزني په ځينو سيمو کې د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅونونه پيل شوي، په دې ولايت کې د وسلوالو مخالفينو لخوا دقومي مشرانو د وژلو لړۍ هم پيل شوې، چې له امله يې په تېره يوه مياشت کې تر پنځو زيات قومي مشران وژل شوي دي.