Language

وسلوالو طالبانو د ملي اردو څلور تښتول شوي سرتيري وژلي

غزني ښار (پژواک ۲۴غبرګولى ۹۱): چارواکي وايي،چې د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د ملي اردو د څلورو سرتېرو مړي پيدا شوي دي.

د غزني والي محمد موسى خان اکبرزاده د غبرګولي په ٢٤ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه مړي تېره ورځ د غزني د ګيلان ولسوالۍ په غوجان سيمه کې د سړک پر غاړه پراته موندل شوي دي.

هغه زياته کړه چې دا د ملي اردو سرتېري دي چې څه موده مخکې له زابل ولايت څخه تښتول شوي وو.

نوموړي زياته کړه، چي دغه جسدونه د سيمې د خلکو لخوا موندل شوي او وروسته يې افغان ځواکونو ته په اړه معلومات ورکړي دي.

والي وويل: ((امنيتي چارواکي کوښښ کوي، څو د وژل شويو کسانو د وژلو علت او د دوى قاتلين پيدا کړي.))

د ګيلان ولسوالۍ د غوجان سيمې يوه اوسېدونکي عبيدالله پژواک اژانس ته وويل، چې دغه کسان د سيمې د خلکو له لوري پيدا شوي وو.

نوموړي زياته کړه: ((د سيمې کسانو دغه مړي پيدا کړي وو او بيا يې په اړه پوليسو ته خبر ورکړى و.))

د ده په خبره، د سيمې خلک او دى هم نه پوهېږي، چې دغه کسان څوک دي او د چا لخوا وژل شوي دي.

بلخوا د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکتر بازمحمد همت هم پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته دوى ته څلور مړي له ګيلان ولسوالۍ څخه ور وړل شوي دي.

د هغه په وينا، دغه کسان په مرميو وېشتل شوي او وروسته د سړک پر غاړه غورځول شوي وو.

نوموړي زياته کړه، چې د مړيو څېرې ډېرې خرابې شوې دي او پېژندګلوي يې نه کېږي.

تراوسه د دغې پېښې مسووليت چا نه دى منلى.

Related Topics