Language

دوو ماين خښوونکو ته د خپل ماين په چاودنه کې مرګ ژوبله واوښته

غزني ښار (پژواک ٢٦ غبرګولى ۹۱): د غزني ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې تېره ورځ مازيګر دوو ماين خښوونکو ته د خپل ماين په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د ملي امنيت رييس اميرشاه د غبرګولي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغو ماين خښوونکي غوښتل د غزني ښار شمال لور ته د عزيز کلا په سيمه کې د کابل-کندهار پر لويه لار ماين ځاى پرځاى چې پرې چاودېدلى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو تن وژل شوى او بل ټپي دى.

د ده په وينا، ټپي ماين خښوونکي غوښتل له سيمې وتښتي، چې د امنيتي موظفينو له خوا ونيول شو.

امير شاه زياته کړه، ماين خښوونکي اعتراف کړى، چې تر دې وړاندې يې هم د کابل-کندهار پر لويه لار ماينونه ښخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د کابل-کندهار په لويه لار د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ د هفت اسياب په سيمه کې پر يوه ملکي ټونس موټر د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.

په دې چاودنه کې شپږ تنه ووژل شول او پنځه نور ټپيان وو.

د يادونې ده، د غبرګولى په ٢٢مه هم د غزني د ملي امنيت د موظفينو له لوري څلور ماين خښوونکي چې غوښتل يې د کابل-کندهار پر لويه لاره ماينونه خښ کړي له يوې اندازې چاودېدنکو توکو سره ونيول شول.

 

Related Topics