Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ځيني شنونکي له هند سره د اقتصادي اړيکو پراخېدل اغېزمن بولي

کابل (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩١): د چارو شنونکي وايي، افغانستان بايد له هند سره هر اړخيزې، په تېره بيا اقتصادي اړيکې پراخه کړي، خو دغه اړيکې بايد داسې نه وي چې د بل کوم هېواد حساسيت راوپاروي.

له هند سره د افغانستان د اړيکو پراختيا کېداى شي د پاکستان حساسيت راوپاوري؛ ځکه چې پاکستان له هند سره زړه دښمني لري.

په افغانستان کې د هند د رول پر اهميت د خبرو په موخه د غبرګولي په ٢٩مه په کابل کې د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز او د محمود طرزي فکري بنسټ په نوښت د چارو د پوهانو په ګډون يوه ناسته جوړه شوه.

په ولسي جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازي او د چارو شنونکي نادرخان کټوازي په دې ناسته کې وويل، چې هند له افغانستان سره اوږدې اړيکې لري او تل يې په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې پر ځاى د حکومت ملاتړ کړى دى.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، هند په سيمه کې داسې يو هېواد دى چې د ولسواکۍ ښه بېلګه بلل کېږي او افغانستان کولى شي په دې برخه کې د دغه هېو اد له تجربو ګټه پورته کړي.

دغه راز زياته کړه: ((افغانستان بايد له هند سره هر اړخېزې سياسي، کولتوري، اقتصادي او په نورو برخو کې خپلو اړيکو ته پراختيا ورکړي او د هغه هېواد له مسلکي بشري ځواک څخه ګټه پورته کړي.))

کټوازي د هندوستان پياوړي اقتصاد ته په اشارې سره وويل، چې افغان حکومت بايد هندي پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

خو دى اړينه بولي، چې د افغانستان حکومت دې له هندوستان سره د اړيکو د پراختيا پر مهال داسې سياست اختيار کړي چې په سيمه کې د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډي هېواد پاکستان د حساسيت پارېدو لامل نه شي.

د سياسي چارو شنونکى او د ولسي جرګې پخوانى غړى عبدالکبير رنجبر وايي، چې د نجيب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته د طالبانو د واکمنۍ تر پايه د افغانستان او هند اړيکې ډېرې ښې نه وې.

دى وايي، چې تر هغه وروسته د افغانستان او هند اړيکې ښې او پراخه شوې دي، خو اړينه ده چې نورې هم پراختيا ومومي.

د هغه په وينا، که څه هم له هند سره د افغانستان د اړيکو ډېره پراختيا به په ځانګړي ډول د پاکستان حساسيت را وپاروي، خو د دغو اړيکو پراختيا په افغانستان کې د اقتصادي پراختيا او بالاخره د ثبات د ټينګښت لامل کېداى شي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، که چېرې د افغانستان او هند ترمنځ د اړيکو پراختيا د پاکستان د حساسيت د پارېدو لامل کېږي، بايد پاکستان ته په دې اړه قناعت ورکړل شي چې دغه اړيکې يې پر زيان نه دي.

دغه راز د هغه په وينا، د امريکا متحد ايالتونه هڅه کوي چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره هند ته بلنه ورکړي، ترڅو په دې برخه کې کار وکړي.

سرچينې زياته کړه: ((لکه څنګه چې امريکا له افغانستان او پاکستان سره او افغانستان، پاکستان او ترکيې سره مثلثونه جوړ کړي دي او د هېچا پر زيان نه دي، امريکا غواړي چې د هند په ګډون له افغانستان سره هم يو مثلث جوړ کړي، چې دا به د چا پر زيان نه وي.))

رنجبر له هندوستان سره د نورو اړيکو تر پراختيا د اقتصادي اړيکو پراختيا اړينه بولي او وايي چې دا د افغانستان او سيمې د ثبات د ټينګښت او اقتصادي پياوړتيا لپاره مثبتې پايلې لرلى شي.

هغه له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د اوبلن ګاز د تېرېدونکې نل ليکې پرژوې ته په اشارې سره وويل، چې دا ډول پروژې ګډه اقتصادي ګټه رامنځته کوي.

د سرچينې په وينا، بايد هڅه وشي چې د افغانستان له لارې هندوستان د سيمې له نورو هېوادونو سره د اوسپنې د پټلۍ له لارې ونښلول شي.

هغه زياته کړه: ((د دغه ډول اقتصادي اړيکو پراختيا چې د نورو اړيکو په څېر ډېر حساسيتونه نه راپاروي، کولى شي د سيمې ثبات خوندي کړي.))

دغه راز د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال په نننۍ ناسته کې له هندوستان سره د افغانستان د اړيکو پراختيا يوه اړتيا وبلله؛ ځکه چې هندوستان پياوړې اقتصاد لري او په سيمه کې اټومي هېواد دى..

خو هغه هم وويل،چې دغه اړيکې بايد په داسې ډول پراخې شي چې په سيمه کې د هېوادونو د حساسيتونو د پارېدو لامل نه شي.

ده وويل، چې هندوستان په وروستۍ لسيزه کې له پاکستان، چين او ځينو نورو هېوادونو سره خپلې اړيکې نوې کړې دي او اوس هندوستان له يادو هېوادونو سره د پخوا په پرتله ښې اړيکې لري.

افغانستان تېر کال د تلې په مياشت کې له هندوستان سره د ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک کړ.

افغانستان د امريکا متحده ايالتونو، انګلستان، جرمني، فرانسې، ايټاليا او استراليا سره هم د اوږدمهاله همکاريو تړونونه لاسليک کړي دي.

افغان ولسمشر ويلي، چې ياد تړونونه به د سيمې او نورو هېوادونو پر زيان نه وي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.