اسعداباد (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩١): د ملي اردو يوه سرتېري په کونړ ولايت کې خپل قوماندان وژلى او تښتېدلى دى.
د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د غبرګولي په ٢٩مه پژواک خپري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنج ګل په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې د ملي اردو په يوه پوسته کې يوه سرتېري پر خپل قوماندان ډزې کړي، هغه يې وژلى او وروسته په تېښته بريالى شوى دى.
واصفي وويل، چې امنيتي ارګانونو د دې پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې د ملي اردو ياد سرتېرى د دوى لخوا دستوري لېږل شوى و.
نوموړي زياته کړه، چې دغه سرتېرى د قوماندان او يوه بل سرتېري تر وژلو وروسته په تېښته بريالى شو او بېرته له طالبانو سره يو ځاى شوى دى.
مجاهد وويل، چې تښتېدلى سرتېرى د تخار ولايت اوسېدونکى او وژل شوى قوماندان بيا د بدخشان ولايت اوسېدونکى و.