چاريکار (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩١): د کورنيو چارو وزارت د پروان د غوربند درې په شينواري ولسوالۍ کې د يوه طالب قوماندان ملا عزت الله د وژلو خبر ورکړ.
په هغې خبرپاڼه کې، چې د کورنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې ملا عزت الله د غوربند درې په شينواري سيمه کې د وسلوالو طالبانو بنسټ اېښودونکى و او نن سهار شاوخوا شپږ بجې د سيمه ييزو پوليسو په عملياتو کې ووژل شو.
سرچينه وايي: “دغه کس د غوربند درې په مربوطاتو او د پروان ولايت په نورو سيمو کې د وسلوالو ترهګريزو بريدونو، چاودنو اصلي طرحه کوونکى او عمومي مسؤول و او په دغو سيمو کې يې د يوې ترهګريزې ډلې مشري پر غاړه درلوده.”
د پروان ولايت د مطبوعاتي برخې مسؤول عبدالحنان کوهستاني د دغه خبر د پخلي په ترڅ کې وويل، چې ملا عزت الله د خپلو ځمکو په لور روان وو، چې د يوه وسلوال کس له خوا ووژل شو.
هغه د دې وسلوال کس په اړه نور معلومات ورنه کړل.
د شينوارو ولسوالۍ د قل هير سيمې اوسېدونکي ميراجان پژواک ته وويل، ده هم اورېدلي چې ملا عزت الله وژل شوى دى.
ميراجان هم ملا عزت الله په غوربند کې د طالبانو يو مهم قوماندان وباله.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.