ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني ځواکونو د کونړ پر ناړۍ ولسوالۍ توغندويي بريد وکړ

پاکستاني ځواکونو د کونړ پر ناړۍ ولسوالۍ توغندويي بريد وکړ

author avatar
18 Jun 2012 - 18:30
پاکستاني ځواکونو د کونړ پر ناړۍ ولسوالۍ توغندويي بريد وکړ
author avatar
18 Jun 2012 - 18:30

اسعد اباد( پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩١ ) : چارواکي وايي ، چې د کونړ پر ناړۍ ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو لخوا شپېته توغندي ويشتل شوي، چې څلوېښت څاروي يې له منځه وړي دي.

 دکونړ د والي وياند واصف الله واصفي دغبرګولي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه د ناړۍ ولسوالى په باتاش سرحدي سيمه شپېته توغندي دپاکستاني ځواکونو لخوا ويشتل شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې دغو بريدونو ځاني زيان نه درلود، خو له امله يې په سيمه کې د خلکو څلوېښت څاروي له منځه تللي دي.

 نوموړى وايي، چې له تېرو دوو ورځو په دانګام او خاص کونړ ولسواليو توغندويي بريدونه ،نه دي شوي ،خو پر ناړۍ ولسوالۍ تازه بريدونو د سيمې خلک اندېښمن کړي دي.

 د ناړۍ ولسوالۍ يوتن اوسېدونکى حاجي غلام نبي وايي، چې بېګاشپه لس بجې د وى په سيمه کې د پاکستاني ځواکونو لخوا ناتاره ډزې پيل شوې او درې ساعته يې ددوى په سيمه توغندي وويشتل.

 هغه پژواک ته وويل ، چې په دې بريدونو کې خلکو ته ځاني زيان نه دى اوښتى ، خو مالي تاوانونه يې خلکو ته اړولي دي .

 نوموړي زياته کړه : ((موږ د حکومت نه د دې بريدونو دبندېدو غوښتنه کوو ،خلک اندېښمن دي ،چې دتېرې څه مودې نه پاکستاني ځواکونه زموږ سرحدي سيمې ولي او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي . ))

 د کونړ په ناړۍ ولسوالى دپاکستاني ځواکونو دتوغندويي  بريدونو خبر په داسې مهال ورکول کيږي ، چې په دانګام اوخاص کونړ ولسواليو دپاکستاني توغندويي بريدونو په غبرګون افغان چارواکو اودناټو ملکي استازي ويلي و،چې دې ستونزې ته به ددرې اړخيز کمېسيون له لارې دحل لار ولټول شي .

 خويوه ورځ وړاندې دکونړ والي په دغه درې اړخيز ګډ کمېسيون هم نيوکې وکړې ، چې تراوسه يې په دې برخه کې کوم ګام نه دى پورته کړى.

 د کونړ په سرحدي سيمو له تېرو دوو مياشتو راهيسې ديورنډ کرښې له هغې غاړې توغندي ويشتل کيږي، خو تراوسه يې افغان دولت مخه نه ده نيولې.

 د بريدونو دغه لړۍ له تېرو دوو کلونو راهيسې روانه ده، چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.