هرات ښار (پژواک ٣١ غبرګولى ٩١): د هرات د ملي امنيت رياست د هغو لسو تنو د نيولو خبر ورکړ، چې د هرات پر والي داوود شاه صبا يې د تروريستي بريد پلان درلود.
د هرات د والي وياند محى الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کسان له يوې ډېرې اندازې چاودېدونکو توکو او تجهيزاتو سره د هرات په ښار او کشک کهنه ولسوالۍ کې نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې يادو کسانو په کوېټه کې د طالبانو د شورا په لارښوونه غوښتل چې تېره اونۍ د هرات د ولايت پر مقام او د ملي امنيت پر ودانيو او په نورو مرکزونو بريدونه ترسره کړي، خو موخې ته له رسېدو مخکې ونيول شول.
د هرات د والي وياند زياته کړه: ((ملا ستار د ځانمرګي بريد احتمالي پلانوونکى او فضل الرحمن، چې مستعار نوم يې ملاعمر دى، له پاکستانه يې هرات ته د بريدکوونکو په لېږد کې لاس درلود، د دې شبکې له نورو نيول شوو کسانو څخه دي.))
د سرچينې په وينا، په نيول شوو کې ملا سلطان، چې مستعار نوم يې ملا اسمعيل دى، ملا سردار او حاجي ملوک، چې د دغه بريد لپاره يې چاودېدونکي توکي او ماينونه برابرکړي وو، هم شامل دي.
له يادې لس کسيزې ډلې څخه اوه تنه يې د هرات دم لي رياست په ودانۍ کې خبريالانو ته ور وښودل شول او د هرات د والي وياند وويل، چې د دې شبکې له درېيو غړو څخه تر اوسه پوښتنې روانې دي.
خو سرچينې يادونه وکړه، چې د دغو کسانو ترڅنګ د دې شبکې نور غړي هم پېژندل شوي او د هغوى د نيولو لپاره عمليات پر لاره اچول شوي دي.
د هرات د ملي امنيت رياست هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې له اړتيا وړ تجهيزاتو سره ١٣ کيلوګرامه پرمختللي چاودېدونکي توکي، چې په ځانمرګو واسکټونو کې ترېنه استفاده کېږي او دوه کړۍ ماينونه له هغو شواهدو سره، چې د دوى له تروريستي پروګرامونو څخه پرده پورته کوي، ترلاسه شوي دي.
په اعلاميه کې راغلي، چې د روان کال په اوږدو کې په هرات کې له څلورو ورته بريدونو څخه مخنيوى شوى او څو تنه يې د دې شبکې د غړيتوب په تور نيولي دي.
د ملي امنيت د يادو عملياتو له ډلې څخه د روان کال د وري په لومړيو کې د اوبو او برېښنا د وزير محمداسمعيل خان د ترور په تور څلور کسان په هرات ښار کې ونيول شول.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن