غزني ښار (پژواک ۳۱ غبرګولى ۹۱): يو شمېر خلک او د اطلاعاتو کلتور رياست چارواکي وايي، چې د غزني ښاروال د سيمې د خلکو او تاريخې ځمکې غصب کړې دي.
د غزني ښار د علي لالا سيمې يوه قومي مشر عبدالله د غبرګولي په ٣١مه پژواک اژانس ته وويل، چې د غزني ښاروال د علي لالا په سيمه کې د کابل-کندهار سړک ته نږدې يې ځمکې غصب کړې او په اجاره يې ورکړې دي.
د هغه په وينا، ياده ځمکه دوه جرېبه ده او کوم چاته يې چې په اجاره ورکړې د تېلو ټانک يې پرې جوړ کړى دى.
نوموړي زياته کړه: ((موږ شرعي قباله په لاس کې لرو، چې دا ځمکه د دې سيمې د خلکو ده، خو ښاروال وايي، چې دا قباله جعلي ده، دا دومره وخت جعلي نه وه اوس جعلي شوه؟))
قومي مشر عبدالله د غزني ښاروال په رشوت اخيستلو تورن کړ او زياته يې کړه، چې د تېلو ټانک له مالک څخه يې پيسې اخيستې دي.
د يادې سيمې بل اوسېدونکي لعل محمد هم وويل، کومه ځمکه چې اوس په کې د تېلو ټانګ جوړېږي، هغه ځمکه دولتي نه بلکې د دوى ده.
د ده په خبره، ښاروال په زور د دوى ځمکه لاندې کړې او بيا يې بل چا ته په اجاره ورکړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې د غزني ښاروال له مافيايې ډلو سره لاس لري او غواړي، چې د دوى ځمکې لاندې کړي.
لعل محمد وويل: ((څو ځلې ښاروال ته ورغلو، هغه راته وايي چې د ټانک څښتن يو لک ډالر لګولي دي، که تاسې هغه پيسې راکوئ، زه ستاسو ځمکه بېرته درپرېږدم.))
د ده په خبره، څو ځلې يې له نورو قومي مشرانو او د سيمې له خلکو سره د ولايت مقام او نورو ادارو ته مراجعه کړې، خو چا ورباندې کوم غوږ نه دى ګرولى.
بلخوا د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع هم دغه خبره مني او وايي، چې د غزني ښاروال عبدالبصير د سيمې د خلکو او دولتي تاريخي ځمکه لاندې کړې او بې له دې چې دغه ځمکه استملاک کړي، خلکو ته يې ورکړې دي.
د هغه په وينا، دغه خلک څو ځلې ښاروال ته ورغلي، خو هغه يې هېڅ خبرو ته غوږ نه دى نيولی.
نوموړي زياته کړه: ((موږ د دغسې کسانو د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه کوو او بايد محاکمه شي.))
جامع وايي، چې د غزني ښاروال له مافيايې ډلو سره پوره لاس لري او ډېرو کسانو ته يې په غير قانوني ډول دولتي ځمکې په اجاره ورکړې دي.
نوموړى وايي، د دې پر ځاى چې د غزني ښاروال د غزني ښار د ۲۰۱۳ کال لپاره، چې د اسلامي هېوادونو د کلتوري پلازمېنې په نوم نومول کېږې، جوړ کړي، نور يې هم خرابوي.
د غزني د اطلاعاتو او کولتور رياست چارواکې هم وايي، چې د غزني ښاروال پر خپل سر يو شمېر تاريخي ځمکې سوداګرو ته په واک کې ورکړې دي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس حميدالله سروري پژواک اژانس ته وويل، چې د غزني ښاروال پر خپل سر د تاريخي ابدو ترڅنګ او يا هم تاريخي ځمکې خلکو ته ورکړې او هغوى پرې د تېلو ټانکونه جوړ کړي دي.
نوموړي زياته کړه: ((ښاروال له موږ سره ژمنه کړې وه، چې دغه ځمکه به بېرته راګرځوي، خو تر اوسه يې خپله ژمنه نه ده پوره کړې.))
خو د غزني ښاروال عبدالبصير بيا پر ده باندې دغه لګول شوي تورونه ردوي او وايي، چې لومړۍ خو د ښاروالۍ دا صلاحيت دى چې خلکو ته دولتي ځمکې په اجاره ورکړي.
د هغه په وينا، دغه ځمکې د ولايت او د عدليې رياست د استازو له لوري بررسي شوې او له هغه وروسته يې خلکو ته په اجاره ورکړې دي.
نوموړي د علي لالا د ځمکو په اړه وويل، چې په هغه ځاى کې د تېلو د جوړ شوي ټانک کار بند شوى او دوى غواړي معلومه کړي، چې دغه ځمکه په رښتيا سره د خلکو ده او که دولتي ده.
نوري زياته کړه: ((کله چې دا په ډاګه شوه چې دغه ځمکه د دولت او که د سيمې د خلکو او يا هم تاريخي ځمکه ده، له هغه وروسته به موږ اقدام کوو، که چېرې د دولت وه، نو ټانک ته به يې په اجاره ورکړو او که د خلکو وه، بېرته به يې ورته وسپارو.))
خو د سيمې يو اوسېدونکي فيروز پژواک اژانس ته وويل، چې ده په خپلو سترګو لېدلى، چې ياد د تېلو ټانک فعال دى او خپله سودا کوي.
هغه د ښاروال خبره دروغ وبلله، چې ګواکې د تېلو ياد ټانک يې بند کړى دى.
د يادونې ده، د غزني ښار د تاريخي ابدو اړوند ځمکو کې يوولس غيرقانوني د تېلو ټانکونه جوړ شوي دي.