ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي د ولسمشر کرزي خبرې شعاري بولي

شنونکي د ولسمشر کرزي خبرې شعاري بولي

author avatar
21 Jun 2012 - 15:14
شنونکي د ولسمشر کرزي خبرې شعاري بولي
author avatar
21 Jun 2012 - 15:14

کابل ښار (پژواک،د چنګاښ لومړۍ نېټه، ٩١): د سياسي چارو يو شمېر شنونکي وايي،چې د ولسمشر حامد کرزي په وينا کې نوي څه نه وو او يواځې د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه جدي وغږېد، چې په هغه به هم ژمن پاتې نه شي.

ولسمشر حامد کرزي نن د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ملي شورا (مقننه)، قضايه او اجرائيه قواوو ګډې غونډې ته د ولسي جرګې په تالار کې وينا وکړه.

هغه د اداري فساد پر وړاندې د جدي مبارزې د غوښتنې ترڅنګ، په هېواد کې د ګاونډيانو د لاسوهنو، د ژبني، سمتي او قومي تعصبونو په زياتوالي او يو شمېر نورو موضوعاتو باندې خبرې وکړې.

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار وايي، چې د ولسمشر حامد کرزي په وينا کې نوي څه نه وو په کې او هماغه پخوانۍ خبرې يې تکرار کړې.

د هغه په وينا، د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه د کرزي تند دريځ يواځې د نړيوالو مرستو د ترلاسه کولو لپاره و او په عمل کې به د تېر په څېر هېڅ هم ونه کړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((همدا اوس هم د اسمعيل خان قضيه په لويه څارنوالۍ کې ده او پر فساد تورن دى، خو کرزى يې کلک ملاتړى دى او هر وخت يې ننګه کوي.))

د حقيار په خبره، کرزى دغه راز غواړي، چې افغانانو او نړيوالو ته په دې وينا سره ځان وښيي، چې د فساد پر وړاندې مبارزې او په افغانستان کې ښې حکومتوالۍ ته ژمن دى او په خپلو تېرو کړنو د ريا او دروغو يوه پرده واچوي.

نوموړي د مصلحت ګرايۍ په اړه وويل، چې کرزى په داسې حال کې له مصلحت څخه د لاس اخيستو په اړه خبره کوي، چې وړمه ورځ يې د علومو اکاډمۍ يو شمېر غړي د مصلحت له مخې په غير قانوني ډول له خپلو دندو ګوښه کړل.

حقيار وايي، چې د ولسمشر کرزي وينا د ده د تېرو ويناوو په څېر شعاري او په عمل کې به هېڅ هم ونه شي.

د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده هم وايي، چې د ولسمشر کرزي په خبرو کې نوي هېڅ نه وو او دا هغه خبرې وې، چې ده پخوا هم ډېر ځله کړې دي.

د ده په خبره، يواځې د فساد پر وړاندې د مبارزې خبره يې يو څه جدي وه، خو هغې يې هم شعاري بڼه درلوده، ځکه چې ورسره ناست کسان او ټيم يې ټول په فساد کې ښکېل دي او ده يې پر وړاندې تراوسه هېڅ نه دي کړي.

نوموړي زياته کړه، چې له فساد سره مبارزه د يوې غښتلې او صادقې ډلې پر مټ کېداى شي، خو د کرزي ډله ټوله فاسده ده او عملي په فساد کې لاس لري.

نوموړي زياته کړه، چې په شيکاګو کنفرانس کې پر ولسمشر کرزي فشار راوړل شو، چې څو د فساد پر وړاندې رښتينې مبارز ونه کړي، تر هغې به مرستې ورسره ونه شي او له همدې امله کرزي په نننۍ غونډه کې د فساد پر وړاندې په مبارزه ډېر ټينګار وکړ.

د مژده په وينا، کرزى يواځې غواړي په خبرو سره نړيوال تېر باسي او په عمل کې به خپلو خبرو ته ژمن پاتې نه شي.

نوموړي زياته کړه: ((کرزي په يو ډول نړيواله ټولنه او امريکا هم په افغانستان کې په فساد کې ښکېل وبلل او د افغانستان بانک د رييس غوښتنه يې هم له همدې امله وکړه.))

دى وايي، چې ولسمشر کرزى به هېڅکله هم له مصلحت څخه تېر نه شي او د ده سياست يواځې او يواځې پر مصلحتونو تکيه لري او د دغې وينا پر مهال هم له ده سره ټول کسان د مصلحت له مخې ناست وو.

د افغان ملت ګوند پخواني مشر او سياسي کارپوه محمد امين واکمن هم پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسمشر کرزي په وينا کې داسې نوي څه نه وو، لکه څومره چې تمه ورته کېده.

د هغه په وينا، د فساد پر وړاندې د ده جدي خبرې هم غولوونکې وې او که هغه په رښتيا سره د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن واى، نو لومړى به يې دغه مبارزه له خپلې کورنۍ څخه پيل کړې واى، چې په فساد کې ښکېله ده.

نوموړي هم وويل، چې پر ولسشمر حامد کرزي په هر نړيوال کنفرانس کې فشارونه وي، چې د فساد پر وړاندې مبارزه وکړي، کنه مرستې به ورسره ونه شي.

د واکمن په خبره، د توکيو کنفرانس کېدونکى دى او په هغه کې له افغانستان سره د عملي مرستو ژمنې کېږي، چې د کنفرانس د ګډونوالو لومړى شرط او ارزونه به دا وي، چې افغان حکومت له شيکاګو کنفرانس څخه وروسته د فساد پر وړاندې په مبارزه کې څومره هڅې کړې دي.

د ده په وينا، کرزى غواړي له دغې غونډه سره، چې په تېرو لسو کلونو کې په لومړي ځل د افغانستان درې ګونې قواوې يو ځاى تصميمونه نيسي، د توکيو کنفرانس ګډونوالو لپاره پلمه پيدا کړي.

نوموړي د افغانستان بانک د پخواني رييس عبدالقدير فطرت په اړه وويل، چې دا ناشونې ده، چې امريکا به د کرزي په غوښتنه هغه افغان دولت ته وسپاري.

واکمن زياته کړه: ((د امريکا حکومت د دغه ډول جرمونو په اړه خپل قوانين لري او فطرت د امريکا تابعيت لري او هېڅکله به يې افغان دولت ته ونه سپاري.))

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.