Language

د وسلوالو طالبانو په خپلمنځي نښته کې دوه تنه وژل شوي

چاريکار (پژواک ٤ چنګاښ ٩١): د پروان والي وايي، د دغه ولايت په شينواري ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو تر خپل منځ نښته شوې او په کې دوه تنه وژل شوي، خو طالبان بيا دا څرګندونې ردوي.

د پروان والي عبدالبصير سالنګي وايي، چې وسلوالو طالبانو د پروان د کوه ساپي ولسوالۍ اوسېدونکى ميرزاخان د دغه ولايت د شينواري ولسوالۍ لپاره ولسوال نومولى، خو د سيمې طالبان ورسره مخالفت کوي.

هغه دعوه کوي، چې د همدې اختلاف له امله ميرزاخان د غبرګولي په ٢٩مه په شينواري ولسوالۍ کې د طالبانو قوماندان ملا عزت الله وواژه.

دا په داسې حال کې ده ، چې د کورنيو چارو وزارت د غبرګولي په ٢٩مه ويلي و، چې ملاعزت الله د سيمه ييزو پوليسو په عملياتو کې وژل شوى دى.

د پروان والي وايي، چې ميرزاخان د ملاعزت الله تر وژل کېدو يوه ورځ وروسته د ملاقادر لنګ په نوم د طالبانو يو سرګروپ هم د خپل منځي  اختلافونو له امله په ياده ولسوالۍ کې وواژه.

د سالنګي په وينا، له همدې امله وړمه ورځ د دې ولسوالۍ په قول هېر سيمه کې د وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته هم وشوه.

دى وايي، چې د طالبانو دغه اختلافات او د دولتي ځواکونو هڅې به په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د له منځه تلو لامل شي.

سالنګي وايي، دولتي ځواکونه پلان لري چې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې لس امنيتي پوستې جوړې کړي.

د قول هېر د سيمې اوسېدونکى حاجي سيداقا هم تاييدوي، چې  ملاعزت الله او ملاقادر لنګ وژل شوي، خو وايي، دى نه پوهېږي چې دغه کسان چا وژلي دي.  

دى وړمه ورځ د وسلوالو طالبانو ترمنځ په ياده سيمه کې نښته هم تاييدوي او وايي چې په دې   نږدې دوه ساعته نښته د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

هغه وايي، وسلوال طالبان اوس په دې ولسوالۍ کې دومره پياوړي شوي چې په خپل تشکيل کې ولسوال، امنيه قوماندان او نور ټاکي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په سيمه کې د وسلوالو طالبانو شتون د دې لامل کېږي، چې د هغوى او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځته او سيمه نا امنه شي.

ده له دولته وغوښتل چې په سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره اړينې هڅې وکړي.

د يادې سيمې يو بل اوسېدونکى ميراجان هم په دې ولسوالۍ کې د طالبانو خپل منځي اختلاف او وسلواله نښته تاييدوي او وايي، تمه لري دغه اختلافات د دې لامل شي چې وسلوال طالبان له سيمې ولاړ شي او هلته امنيت ټينګ شي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د طالبانو تر خپل منځ نښته او هر ډول اختلاف په کلکه ردوي او بې بنسټه تبليغات يې بولي.

 هغه وايي، چې ملاعزت الله د دولتي ځواکونو له خوا وژل شوى دى.

د ده په وينا، د ملاقادر لنګ په نوم کوم طالب په ياده ولسوالۍ کې نه دى وژل شوى.

Related Topics