هرات ښار (پژواک ٥ چنګاښ ٩١): د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د ايساف درېيو سرتېرو ته د يوې چاودنې له امله مرګ ژوبله واوښته.
په لوېديځه حوزه کې د پوليسو د مطبوعاتي دفتر مسؤول سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار (د چنګاښ ٥مه) شاوخوا اته بجې د ادرسکن ولسوالۍ د پوليسو په روزنيز مرکز کې رامنځ ته شوه.
نوموړي زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د ايساف يو سرتېرى ووژل شو او دوه نور ټپيان دي.
احمدي وايي، چې تر اوسه د چاودنې څرنګوالى نه دى معلوم، چې په څه ډول او له کومو چاودېدونکو توکو په کې کار اخيستل شوى و.
خو د ادرسکن سرپرست ولسوال، سبحان روستايي بيا وايي، چې دا پېښه د يوه افغان پوليس له خوا د لاسي بم په اچولو رامنځ ته شوې ده، چې د ايساف ځواکونو له خوا ورته روزنه ورکول کېده.
نوموړي پژواک ته وويل، چې دا پېښه په قصدي توګه نه ده ترسره شوې، بلکې يوه پوليس د روزنې پر مهال په تېروتنې سره دا کار کړى دى.
د سرچينې په وينا، په چاودنه کې يو ايټالوي سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي، چې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د تېرې اوونۍ په لومړيو کې هم د فراه ښار په څنډو کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې څلور ايټالوي سرتېري ټپيان شوي وو او موټر يې هم زيانمن و.
په بګرام کې د ايساف مطبوعاتي دفتر وايي، چې دوى د هرات د روزنيز مرکز له پېښې خبر ترلاسه کړى دى.
هغه خبرپاڼه، چې د دغه دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې کاږي: ((موږ د دې پېښې په اړه د معلوماتو پر راغونډولو بوخت يو او په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.))
خو د ايساف له لوري، چې بله خبرپاڼه پژواک ته را رسېدلې کاږي، چې د افغانستان په لوېديځ کې د دوى يو سرتېرى نن د وسلوالو مخالفينو په بريد کې وژل شوى دى، د سرتېري هويت لا نه دى په ډاګه شوى.
ايټاليا په افغانستان کې کابو څلور زره سرتېري لري، چې ډېرى يې په هرات ولايت کې مېشت دي.
په لوېديځه حوزه کې د ايساف ځواکونو د معلوماتي دفتر له مخې، تر اوسه د دغه هېواد ٥١ سرتېري د بېلابېلو پېښو له امله په افغانستان کې وژل شوي دي.
د روان زېږديز کال له پيل څخه تر اوسه په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله د ايساف ٢١٤ سرتېري وژل شوي دي.
له ٢٠٠١ کال را په دېخوا د ناټو په مشرۍ د ايساف ٣٠١٦ سرتېري په افغانستان کې وژل شوي، چې څه باندې ٢٠٠٠ يې امريکايي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن