Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان په اړه د پانګې اچونې نړيوال کنفرانس سبا په نوي ډيلي کې پيلېږي

کابل-نوى ډيلى (پژواک ٧ چنګاښ ٩١): د افغانستان په اړه د پانګه اچونې نړيوال کنفرانس سبا د هندوستان په ډيلي ښار کې پيليږي.

د سوداګرۍ وزارت وياند وحيدالله غازي خېل وايي، چې په دغه کنفرانس کې د افغانستان ١٩ کسيز لوړ پوړى پلاوى هم ګډون کوي او نن د ډيلي په لوري وخوځېد.

هغه زياته کړه، چې په دغه پلاوي کې د بهرنيو چارو، سوداګرۍ او صنايعو، ماليې د کانونو او کرنې وزيران، د ايسا او سوداګرۍ د خونو رييسان شامل دي.

غازي خېل وايي، چې په ياد کنفرانس کې به د افغانستان د اقتصادي او سوداګريزو چارو پر پراختيا او په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او کانونو په برخه کې پانګونې ته ډېره پاملرنه وشي.

نوموړي وويل، چې د ا فغانستان پلاوى به د کنفرانس ګډونوالو ته د سوداګرۍ، اقتصاد او په ځانګړې توګه د کانونو په اړه معلومات وړاندې کړي او نړيوال به د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګې اچونې وهڅوي.

هندي چارواکي وايي، چې ياد کنفرانس د هندوستان د صنعتي کنفدراسيون (CII) له خوا په لاره اچول کېږي.

د سرچينې په وينا، په دغه نړيوال کنفرانس کې د سيمې د هېوادونو ترڅنګ له ټولې نړۍ څخه د ٢٩ هېوادونو او بېلابېلو نړيوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغه کنفرانس څخه موخه دا ده، څو بهرني پانګه وال وهڅول شي چې په افغانستان کې پانګه اچونه وکړي او په دې برخه کې د افغانستان له ښو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

سرچينې زياته کړې، چې د کنفرانس پر مهال به د افغانستان د حکومت پلاوى او نورې اړوند ادارې به ګډونوالو ته په افغانستان کې د پانګه اچونې لپاره د مناسبو فرصتونو، اسانتياوو او ښې فضا په اړه معلومات وړاندې کړي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې په کنفرانس کې به د هندي کمپنيو ګڼ شمېر استازي هم ګډون وکړي.

سرچينې زياته کړې، چې په ډيلي کې د دغه کانفرانس جوړول د دې څرګندونه کوي چې هندوستان له افغانستان سره اوږودمهاله مرستو او اړيکو ته ژمن دى او د يو ډيموکرات ، با ثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکى دى.

د افغانستان د کانونو وزارت چارواکي وايي، چې بهرنيان د افغانستان د کانونو د را ايستلو په برخه کې ډېره لېوالتيا ښيي.

د يادونې ده چې له دې مخکې په کاناډا، لندن، تاجکستان او ترکيه کې هم د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګه اچونې کنفرانسونه جوړ شوي دي.

د کانونو وزارت مسوولين دغه کانفرانسونه ګټور بولي او وايي، چې کانونه د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري.

په دې وروستيو څو کلونو کې بهرنيان د افغانستان د کانونو د را ايستلو په برخه کې د پانګه اچونې هڅې کوي او افغان حکومت هم هلې ځلې کوي چې دې برخې ته د نړۍ د سترو پانګه والو پام را واړوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.