Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جاپان په يوه پوهنتون کې دافغانستان دسولې په اړه يو ورځنۍ غونډه پيل شوه

کابل ( پژواک ٧ چنګاښ ٩١ ) : د سولې عالي شورا، حزب اسلامي او د وسلوالو طالبانو د استازيو په ګډون نن د جاپان په کيوټو ښار کې غونډه پيل شوه.

دا غونډه نن د چنګاښ په ٧مه، د جاپان د کيوټو ښار د دوشيشا په پوهنتون کې جوړه شوې ده .

 

د افغانستان د مدني ټولنو د سازمان مشر صديق منصور انصاري ، چې په دغه غونډه کې  د ګډون په موخه د جاپان په کيوټو ښار کې دى، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې يو ورځنۍ غونډه کې د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د سياسي چارو مشر ډاکټر غيرت بهير، د وسلوالو طالبانو د واکمنۍ د مهال د پلان وزيرقاري دين محمد، د طالبانو دواکمنۍ پر مهال په پاکستان کې سفير ملا عبدالسلام ضعيف او د سولې دعالي شورا استازى معصوم ستانکزي برخه اخيستې ده.

د انصاري په وينا، دا غونډه په درېيو برخو وېشل شوې ده او د جاپان په وخت به ماښام پاى ته ورسيږي .

نوموړى وايي، چې په دومره لويه کچه غونډه کې دلومړي ځل لپاره د افغانستان د سولې د عالي شورا او د دولت د وسلوالو مخالفينو استازي ګډون کوي. 

د يادونې  ده، چې تېره اونۍ د فرانسې په پاريس ښار کې هم دسولې دعالي شورا ، ملي جبهې ، حزب اسلامي او وسلوالو طالبانو داستازيو ترمنځ غونډه جوړه شوې وه.

د سولې د عالي شورا يوه غړي ،چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې د پاريس په غونډه کې پرېکړه شوې وه، چې طالبان او حزب اسلامي به دسولې له عالي شورا سره په جاپان کې غونډه کوي.

خو يادې سرچينې د جاپان د غونډې په اړه نور معلومات نه درلودل.

د سولې د عالي شورا د نړيوالو اړيکو مسوول محمد اسماعيل قاسميار د جاپان له غونډې بې خبري ښيي، خو زياتوي چې ددې شورا غړى معصوم ستانکزى دمګړۍ له هېواده بهر په دوو غونډو کې ګډون کوي.

خو هغه د جاپان او پاريس غونډو په اړه وويل، چې له دې غونډو څخه موخه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره لاره هوارول دي.

قاسميار د پاريس د غونډې په اړه وويل، چې دا په المان کې د حکومت او اپوزيسيون ترمنځ د غونډو دلړۍ يوه کړۍ وه.

نوموړي ومنله، چې د پاريس په غونډه کې د حزب اسلامي استازى ډاکتر غيرت بهير او د طالبانو پخوانى چارواکى ملا ضعيف برخه اخيستې وه.

خو هغه زياته کړه ، چې ملا ضعيف د طالبانو په استازيتوب نه، بلکې دهغوى د پيغام راوړونکي په توګه ګډون کړى و.

قاسميار وويل ،چې د پاريس په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې ددې لړۍ بله غونډه به په نږدې راتلونکي کې په کابل کې جوړه شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.