لښکرګاه (پژواک ٧ چنګاښ ٩١): د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله څلور پوليس ووژل شول.
د هلمند د والي وياند داوود احمدي د چنګاښ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د ولسوالۍ د لنډۍ ناوې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې پوليسو په ياده سيمه کې څلور کړۍ ماينونه کشف کړي او هغه مهال پرې وچاودېد چې په خپل رينجر موټر کې يې قوماندانۍ ته لېږدول.
نوموړى وايي، چې په دې چاودنه کې څلور پوليس وژل شوي او موټر هم په بشپړه ډول ويجاړ شوى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په دې چاودنه کې پنځه پوليس وژل شوي دي.
د يادونې ده، نن د هېواد په بېلابېلو سيمو کې لس پوليس وژل شوي دي، په کندوز او هرات ولايتونو کې هم شپږ پوليس وژل شوي دي.