Language

جاپان افغانانو ته ۵۰۰ تحصيلي بورسونه ورکوي

کابل (پژواک ٨ چنګاښ ٩١): جاپان په راتلونکو پنځو کلونو کې په بېلابېلو تحصيلي برخو کې ۵۰۰ افغان محصلينو ته د لوړو زده کړو زمينه برابروي.

د ولسمشر له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جاپان د بهرنيو چارو وزارت سلاکارې ساداکو اوګاتا د دغو تحصيلي بورسونو ژمنه په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره تېره ورځ په کتنه کې وکړه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دواړه لورو په افغانستان کې د لوړو زده کړو د وضعيت د ښه والي پر لارو چارو، توکيو کنفرانس ته پر تياريو، د کرنې پر ودې او په افغانستان کې پانګونې ته د جاپاني پانګوالو د هڅولو په اړه خبرې وکړې.

مېرمن اوګاتا د معلوماتو له مخې، اوس مهال په جاپان کې ۴۰ افغان محصلين پر زده کړو بوخت دي او دويمه ډله محصلين به هم د روان ميلادي کال په سپټمبر مياشت کې دغه هېواد ته د لوړو زده کړو لپاره لاړ شي.

ولسمشر کرزي څه موده وړاندې ويلي وو، چې حکومت په بهر کې د افغانانو د زده کړو لپاره سږ کال په خپله بوديجه کې ١٠ ميليونه ډالر ځانګړي کړي او راتلونکي کال ته به دغه کچه ١٥ ميليون ډالرو ته لوړه شي.

د کرزي په وينا، سږ کال به ١٠٠٠ افغان محصلين او ښوونکي په بېلابېلو تحصيلي برخو کې د لوړو زده کړو لپاره بهر ته واستول شي.

تېر کال هم د دولتي پوهنتونونو ٥٠٠ غوره محصلين او ښوونکي د حکومت د پنځو ميليونو ډالرو په لګښت د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا د سندونو د ترلاسه کولو په موخه هندوستان او ترکيې ته استول شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال څه د پاسه ١٠زره افغان محصلين د بورسونو له لارې په بېلابېلو هېوادونو کې پر زده کړې بوخت دي.

Related Topics