Language

د امريکا دفاع وزارت مرستيال هلمند ته سفر وکړ

لښكرګاه (پژواك ٨ چنګاښ ٩١): د امريكادفاع وزارت د پاليسۍ جوړونې مرستيال ډاكتر جيمز اين ميلر (Dr james N melers) د يوه لنډ سفر په ترڅ كې د خپلو سرتېرو تر څنګ د هلمند له والي سره وكتل.

د هلمند ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا د چنګاښ په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد امريکايي چارواکي له خپلو سرتېرو سره تر ليدنې وروسته له والي ګلاب منګل سره وليدل او بيا يې په يوه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ډاکټر جيمز وويل، چې هلمند ته يې د سفر موخه له خپلو سرتېرو د ليدو ترڅنګ د امنيتي حالاتو جاج اخيستل و.

هغه زياته کړه، چې اوس مهال په هلمندكې امنيتي حالت د پخوا په پرتله ښه شوى او له همدې امله يي د هلمند له والي سره په دي اړه خبري وكړې څو د خلكو لومړنۍ اړتياوې په ګوته كړي.

نوموړي وويل، چې د امريكا او افغانستان ترمنځ له ستراتيژيګ تړون سره سم به د امريكاه متحده ايالتونه له افغانستان سره په دوامداره توګه مرسته كوي.

ډاکټر جيمز وايي، چې له والي سره يې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې، د ترهګرو پر وړاندې مبارزه، د پوليسو او ټولو افغان ځواكونو او د بنسټيزو پروژو پر سر خبرې وكړې چې په راتلونكي به په عملي ډول ترسره كېږي.

د هلمند والي وويل، چې له ډاکتر جيمز سره يې په ځانګړې ناسته كې د امنيت د لېږد د درېيم پړاو په اړه هم له نوموړي سره خبرې كړې تر څو له وړاندې چمتووالى ورته ونيسي.

هغه زياته کړه، چې ياد بهرني چارواكي له دوى سره ژمنه وكړه، په هر برخه كې چې افغان دولت او په ځانګړې توګه د هلمند ولايت اداره اړتيا ولري مرسته وكړي.

نوموړي زياته كړه، په ياده ناسته کې تر ټولو د افغان سرتېرو په مسلكي كېدو زيات ټينګار وشو او د نشه يي توكو او ترهګرو په له منځه وړو او د سولي په راوستو يې هم ځانګړي بحثونه وكړل.

Related Topics