ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د  پاکستان د ځوانانو کرکټ لوبډلې افغان ځوانانو ته ماتې ورکړه

د پاکستان د ځوانانو کرکټ لوبډلې افغان ځوانانو ته ماتې ورکړه

author avatar
28 Jun 2012 - 13:28
د  پاکستان د ځوانانو کرکټ لوبډلې افغان ځوانانو ته ماتې ورکړه
author avatar
28 Jun 2012 - 13:28

کابل (پژواک ٨ چنګاښ ٩١): د پاکستان د ١٩ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د ماليزيا په اسيايي سياليو کې نن خپل افغان سيال ته په ماتې ورکولو سره ددې سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.

د اسيا د اتو غوره هېوادونو له ١٩کلنو څخه د کم عمره ځوانانو د ملي لوبډلو ترمنځ دغه سيالۍ د چنګاښ په درېيمه په ماليزيا کې پيل شوې دي.

افغانستان نن (د چنګاښ په اتمه ))  ددې سياليو نيمه پاى لوبه له پاکستان سره ترسره کړه.

په ماليزيا کې د ١٩کلنو ځوانانو د لوبډلې مدير شېراغا همکار د ټېلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې کولو پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه، چې د پاکستان د ځوانانو لوبډلې په پنځوسو اورونو کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ٢٩٦ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢٩٧ منډو هدف وټاکه.

همکار وايي، چې دافغانستان له لوري افتاب عالم شبير نوري او شرف الدين د پاکستان يو يو لوبغاړى وسوځول.

هغه زياته کړه،چې افغانستان ددې هدف ترلاسه کولو لپاره په ډېر احتياط سره لوبه وکړه، خو پرله پسې يې لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل.

د نوموړي په وينا، د افغانستان ټول لوبغاړي په يو څلوېښتم اوور کې په ١٤٥ منډو وسوځېدل او دغه راز لوبه پاکستان وګټله.

د افغانستان له لوري يواځې محب الله پاک ښه لوبه وکړه او ٤١ منډې يې جوړې کړې.

سبا به د هندوستان او سريلانکا ترمنځ دويمه نيمه پاى لوبه ترسره شي، ګټونکې لوبډله به له پاکستان سره په پاى لوبه کې ګډون کوي.

افغانستان له دې مخکې بنګله دېش او قطر ته ماتې ورکړې وه، خو له سريلانکا څخه يې ماتې خوړلې وه.

د ماليزيا په سياليو ګډون کوونکي هېوادونه په دوو ګروپونو وېشل شوي، په الف ګروپ کې ماليزيا، هندوستان، نيپال، پاکستان او (ب) ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش، قطر او سريلانکا دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.