Language

د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د ملي اردو درې سرتېري ټپيان شول

چاريکار (پژواک،٩سرطان٩١):په پروان کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د ملي اردو درې سرتېري ټپيان شول او په دوو ولسواليو کې د ګډو ځواکونو لخوا تصفيوي عمليات وروسته له ٢٠ ورځو پاى ته ورسېدل.

افغان امنيتي ځواکونو د تېرې مياشتې په نيمايي کې لومړى دپروان د غوربند درې په شينوارو ولسوالۍ او لس ورځې وروسته په سياه ګرد ولسوالۍ کې چانيز عمليات پيل کړل.

د پروان امنيه قومندان مل پاسوال محمد اکرم بېکزاد نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې عملياتو کې په ټوليز ډول دوه ماشومان، دوه پوليس او ١٣ طالبان ، چې درې يې مشران و، وژل شوي دي.

هغه وويل ،چې په ټپيانو کې د يوې کورنۍ مېرمن له خپلو څلورو ماشومانو سره شامل دي.

امنيه قوماندان زياته کړه ،چې په شينوارو ولسوالۍ کې افغان امنيتي ځواکونو په يواځې سر عمليات وکړل، خو په سياه ګرد ولسوالۍ کې يې بيا د بهرنيو ځواکونو هوايي ملاتړ له ځانه سره درلود.

دى وايي ، چې نن د عملياتو په وروستۍ ورځ د سياه ګرد ولسوالۍ په وازغر سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې، چې غوښتل يې مخالفين په نښه کړي، د ملي اردو درې سرتېري ټپيان شول.

هغه د سرتېرو د ټپي کېدو لامل په سيمه کې د مخالفينو او دولتي سرتېرو نږدې والى ياد کړ.

بېکزاد وويل، چې د تصفيوي عملياتو لومړۍ پړاو وروسته له شلو ورځو په برياليتوب پاى ته ورسېد ،خو دويم پړاو يې د سيمې د خلکو په غوښتنه، چې کروندو ته يې زيان اوړي او پخپله د مخالفينو د فعاليت مخه نيسي، پيل نشو.

امنيه قوماندان وايي ، چې په سيمه کې د مخالفينو د بيا فعاليت د مخنيوي لپاره يې په تصفيه شويو سيمو کې امنيتي پوستې جوړې کړي، چې د عامه نظم پوليس پکې ځاى پرځاى شوي دي.

ده وويل ، چې دوه پوستې د سياه ګرد ولسوالۍ په نمک آب او قلعه کهنه سيمو کې دي او يوه هم د شينوارو ولسوالۍ د مرکز اړونده سيمه کې جوړې شوې ده.

همداراز د غوربند درې د امنيت ساتلو لپاره ،چې د سالنګ لارې ترڅنګ د افغانستان شمالي ولايتونو ته د تګ يوه مهمه لاره ده، ٣٠ امنيتي پوستې جوړې کړې دي.

امنيه قوماندان وويل ، چې مخالفين وخت ناوخته د غوربند لارې په اوږدو کې سړک ته راښکته کېدل ، چې  پر دې لارې تلونکيو مسافرو ته ګواښ وو.

د سيمې خلک هم د امنيتي پوستو پر جوړولو خوښ دي، خو وايي چې د مخالفينو پرضد تصفيوي عمليات دومره موثر نه دي.

د سياه ګرد ولسوالۍ د چاردرې سيمې اوسېدونکي او قومي مخور عبدالستار پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په اوږدو کې مخالفين تر ډېره له سيمې وتلي وو.

عبدالستار وويل ، چې د غوربند دره غرنۍ سيمه ده او د عملياتو په پاى ته رسېدو ښايي مخالفين بېرته راشي.

خو هغه سره له دې هم ياد عمليات ګټور وبلل او زياته يې کړه ، چې دايمي امنيتي پوستې کولى شي تر ډېره په سيمه کې د مخالفينو د فعاليت مخه ونيسي.       
همداراز د شينوارو ولسوالۍ د قول هېر سيمې يوه اوسېدونکي مرجان پژواک ته وويل، چې که څه هم په سيمه کې اوس د طالبانو هېڅ فعاليت نه ليدل کېږي، خو دا ويره شته، چې مخالفين بېرته سيمې ته راشي.

ده هم د امنيتي پوستو جوړېدل د مخالفينو د فعاليت د مخنيوي لپاره موثر وبلل.

امنيه قوماندان وايي، چې د سيمو خلکو ورسره ژمنه کړې، چې د مخالفينو د فعاليت مخه دوى هم نيسي او پروړاندې به يې جدي عمل کوي، نو ځکه خو د يادو عملياتو دويم پړاو پيل نشو.

بل خوا وسلوالو طالبانو ددې عملياتو له امله ځان ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي ، خو ادعا کوي چې په چاودنو او بريدونو کې يې ٣٧ کورني او بهرني سرتېري وژلي او ځينې وسايط يې هم له منځه وړي دي.