غزني ښار (پژواک ۱۰ چنګاښ ۹۱): د غزني ښار د يوې لېسې زده کوونکى په دې توانېدلى، چې د رياضي نوى فارمول کشف کړي.
د دغه ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې دغه فورمول په کابل کې د ساينس د مرکز له لوري هم تاييد شوى دى.
دا زده کوونکى خليل الله يعقوبي نومېږي او د دغه ولايت د جاغوريو ولسوالۍ اوسېدونکى دى ، خو اوس مهال د غزني ښار اړوند د نواباد په سيمه کې د البيروني د لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکى دى.
د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي نن د دغه زده کوونکي په وياړ جوړې شوې غونډې ته وويل، چې دا د غزني او ټول هېواد لپاره د وياړ ځاى دى، چې يو زده کوونکى د رياضي نوى فارمول کشفوي.
هغه د غزني له ټولو زده کوونکو غوښتنه وکړه، چې په خپلو درسونو کې دې کوښښ وکړي، څو د هېواد ډوبه شوې بېړۍ بېرته ساحل ته ورسېږي.
د والي مرستيال د پوهنې د رياست له چارواکو هم وغوښتل چې نوموړي زده کوونکي ته دې د لوړو زده کړو زمينه له هېواده بهر برابره کړي.
د دغه ولايت د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عبدالقدوس رسولي پژواک اژانس ته وويل، چې د خليل الله له لوري کشف شوى فورمول لومړى د غزني د پوهنې د رياست د ساينس د ادارې له لوري تر څېړنې لاندې ونيول شواو وروسته مرکز ته واستول شو.
هغه وايي، چې په مرکز کې هم دغه نوى کشف شوى فارمول تاييد شو.
نوموړى وايي، چې دوى کوښښ کوي، ترڅو دغه زده کوونکى د بورس له لارې بهر واستوي، څو يې زده کړي نورې هم لوړې شي.
خليل الله يعقوبي پژواک اژانس وويل، چې نوموړي دغه فورمول په خپل کوښښ کشف کړی دى.
هغه زياته کړه: ((پر دغه فورمول مې يوه اونۍ کار وکړ او له هېڅ کوم کتاب او انټرنټ څخه مې ګټه نه ده اخيستې.))
نوموړي وويل، چې دا يې د جذر يو فارمول کشف کړى دى.
خليل وايي چې دغه فورمول يې لومړى په کابل کې د رياضي او فلسفي د څېړنې مرکز ته، چې مشر يې صديق افغان دى، واستاوه، چې د صديق افغان له لوري تاييد شو او نوموړي ته يې يوه تصديق پاڼه هم رالېږلې ده.
هغه د پوهنې وزارت او په غزني کې د پوهنې د رياست له چارواکو غواړي، چې په دې لاره کې له ده سره مرسته وکړي، څو دی وتوانيږي، چې لوړې زده کړې په يوه بهرني هېواد کې ترسره کړي.