Language

د پاکستان د بريدونو له امله د کونړ په يو ځنګل کې اور لګېدلى

اسعداباد (پژواک ١٠ چنګاښ ٩١): چارواکي وايي، چې د کونړ پر ناړۍ ولسوالى د پاکستاني ځواکونو د يوشپېته توغنديو د ويشتو له امله د دې سيمې په ځنګل کې اور لګېدلى دى.

د ناړۍ ولسوال ګل زمان د چنګاښ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پاکستانيو ځواکونو له پرون سهاره د شپې تر اتو بجو پورې د دې ولسوالۍ پر باتاش سرحدي سيمه يو شپېته توغندي ويشتلي دي.

 هغه زياته کړه، چې د دغو بريدونو له امله د باتاش د نښترو پر ځنګل کې اور لګېدلى دى.

 د نوموړي په وينا، سيمې ته ورتګ او د اور وژنې امکانات رسول پر دې ناشوني دي چې په دوامداره توګه پر دې سيمه پاکستاني ځواکونه توغندويي بريدونه کوي او د اور وژنې وسايل هم په لاس کې نه لري.

 ولسوال له ځايي چارواکو، مرکزي دولت او نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د نښترو د ځنګل په اور وژنه کې ورسره مرسته وکړي.

 په ولسې جرګه کې د کونړ د خلکو استازي حاجي سخي مشواڼى هم دا تاييدوي چې د ناړۍ ولسوالۍ د باتاش پر سيمه له شپېتو زيات توغندي د پاکستانى ځواکونو له خوا راتوغول شوي چې له امله يې په يوه ستر ځنګل کې اور لګېدلى دى.

 هغه پژواک اژانس ته وويل، چې که دولت او نړيواله ټولنه د دغو بريدونو مخه ونه نيسي کېداى چې د سرحدى سيمو خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

 د کونړ پر سرحدي سيمو وروسته له هغه د پاکستاني ځواکونو بريدونو زور اخيستى چې د پولې په هغې غاړه کې د پاکستاني طالبانو په يوه بريد کې ١٧ پاکستاني سرتېري ووژل شول او پاکستاني چارواکو دعوه وکړه چې دغه وسلوال د افغانستان له خاورې ور اوښتي خو افغان چارواکو بيا دا خبره رد کړې ده.

 په اسلام اباد کې د افغانستان سفير محمدعمر داوودزي تېره اونۍ د پاکستان له بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر سره د ليدنې پر مهال د دغو توغندويي بريدونو په اړه ورته رسمي شکايت وکړ.

 دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت تېره اونۍ اعلان وکړ، چې د پاکستاني توغنديو د ځواب لپاره دوى د ولسمشر سپارښتنې ته منتظر دي.

 

Related Topics