ترينکوټ (پژواک ١٠ چنګاښ ۹۱ ): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د څوارلس نيم کيلو متره سړک د جوړولو چارې د چنګاښ په لسمه پيل شوې.
ددې سړک د پرانېستلو په مراسمو کې د کليو د بيارغونې وزير انجنير ويس احمد برمک،د سولې دعالي شورا غړي قاضي محمدامين وقاد، د سولې د عالي شورا ددارالانشاء مرستيال فريدالله او ددې ولايت ځايي چارواکيو برخه اخيستې وه.
د کليو د بيارغونې وزير انجنير ويس احمد برمک ددې پروژې د کار دپرانېستلو پر مهال وويل ،چې دې ولايت ته يې دراتګ موخه د بيارغونې د کارونو ارزونه او ددې پروژې پرانېستل وو.
نوموړي دغه پروژه خورا مهمه وبلله او زياته يې کړه ،چې له دې سره به د ترينکوټ ښار د بېلابېلو سيمو سړکونه پاخه شي.
هغه زياته کړه ،چې پر دې پروژې دوه اعشاريه اته ميليونه امريکايي ډالره لګښت راځي ، چې دسولې دعالي شورا له پرمختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي .
ويس برمک وويل ،چې د سړکونو ددې پروژې چارې به د يوه کال په اوږدو کې بشپړې شي او اتيا زره کسان به ترې ګټه پورته کړي.
د کليو د پراختيا وزير وويل، دوى په پلان کې لري ، چې ددې پروژې تر بشپړېدو وروسته په ترينکوټ ښار کې شپږ کيلو متره نور سړکونه هم پاخه کړي.
نوموړي د امنيت په راوستلو کې د بيارغونې کارونه مهم وبلل او زياته يې کړه، چې له دې سره د خلکو او دولت ترمنځ اړيکې نږدې کېږي .
د سولې د عالي شورا ددار الانشاء مرستيال فريد الله پژواک اژانس ته وويل ، چې ددوى يو پلاوى تېرکال دې ولايت ته سفر کړى و او خلکو ورته په خپلو لومړنيو اړتياوو کې د سړک جوړولو پروژه ياده کړې وه.
هغه زياته کړه ،دا چې په تېرو څو مياشتو کې په دې ولايت کې ډېر مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي ، ځکه دوى دغه پروژه ورته منظوره کړه.
نوموړي وويل ، چې د سولې عالي شورا په پام کې لري په دې ولايت کې د بيارغونې يو شمېر نورې پروژې هم پلې کړي.
داروزګان والي اميرمحمد آخندزاده له دې پروژو څخه خوښي څرګنده او زياته يې کړه ،چې له دې سره به د خلکو ګڼې ستونزې هوارې شي.
د ترينکوټ ښار يوتن دوکاندار باريداد پژواک اژانس ته وويل ، چې په ښار کې د سړکونو د نشتوالي له امله دوړې او ګردونه زيات وو، چې خلکو ته يې بېلابېل ډول ناروغۍ پيدا کولې.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن