Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دوه وسلوال طالبان ووژل شول

کلات (پژواک١١چنګاښ٩١): د زابل امنیتي چارواکي وايي ،چې وسلوالو طالبانو د ایساف پر اکمالاتي کاروان برید کړى، چې په ځوابي برید کې دوه طالبان وژل شوي دي.

د دې ولایت د شاه جوى ولسوال محمد صدیق د چنګاښ په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل ،چې دغه برید نن غرمه مهال د کابل-کندهار پر لویه لار ترسره شوى دى.

نوموړي زیاته کړه ، چې د وسلوالو مخالفینو یوې ډلې د شاه جوى ولسوالۍ د شاحسن خيلو په سیمه کې د ایساف پر اکمالاتي کاروان برید وکړ او د دغه کاروان د تيلو يو ټانکر یې وسوځاوه.

د ده په خبره، له پېښې وروسته د ملي اردو ځواکونو په سیمه کې پر وسلوالو طالبانو ځوابي برید وکړ، چې په پایله کې يې دوه طالبان ووژل شول او دوه نور ژوندي ونیول شول.

هغه وايي، چې د ملي اردو ځواکونو د جګړې په سیمه کې د وسلوالو طالبانو لس موټرسایکلونه، شپږ کلاشينکوفونه، یو راکټ، یوه پيکا او دوه مخابرې هم ترلاسه کړې دي.

بل خوا وسلوال طالبان په دغه برید کې د لسو امنیتي ساتونکو د وژلو ادعا کوي.

طالب وياند قاري یوسف احمدي پژواک اژانس ته وویل، چې په دغه برید کې ٤ د امنیتي ساتونکو سرف موټر او یو د تېلو ټانکر هم سوځېدلي او طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.