کابل (پژواک ١١ چنګاښ ٩١): د متحده عرب اماراتو يو شرکت په افغانستان کې د نفتي توکو د کيفيت د کنټرول په برخه کې ١٠ ميليونه امريکايي ډالره پانګونه کوي.
دغه څرګندونې د افغانستان د ستندرد د ملي ادارې (انسا) مرستيال مجيب الرحمن خطير د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وويل، چې څه موده مخکې د جيوکيم ميډل اېست په نوم د متحده عرب اماراتو د يوه شرکت له چارواکو سره يې په دې اړه هوکړه کړې ده.
خطير زياته کړه، چې د يادې هوکړې له مخې به ياد شرکت په راتلونکو څلورو مياشتو کې د شاوخوا لس ميليونه امريکايي ډالرو په لګولو سره د حيرتان، هرات، شېرخان، نيمروز او اقينې بندرونو کې د نفتي توکو لابراتوارونه نصب کړي.
د افغانستان د ستندرد ملي ادارې (انسا) مرستيال وايي، چې د شوې هوکړې له مخې به ياد شرکت د پنځو کلونو لپاره د انسا ادارې تر څار لاندې د نفتي توکو د کيفيت معلومولو په موخه د ترسره کوونکو خدمتونو عوايد ځان ته اخلي.
خو سرچينې په ډاګه کړه، چې پانګه اچوونکي شرکت په هوکړه کې ورسره منلې ، چې له پنځو کلونو وروسته به خپل نصب کړي لابراتوارونه او افغان روزل شوي کاري پرسونل به د انسا ادارې ته سپاري.
دغه راز خطير وويل، چې د انسا اداره دا مهال يواځې د فارياب د اقينې او د بلخ په حيرتان بندرونو کې د نفتي توکو لابراتوارونه لري، چې وړتيا يې کمه ده.
سرچينې زياته کړه، چې د ياد شرکت له خوا د نويو لابراتوارونو تر نصبولو وروسته به د حيرتان بندر لابراتوار کابل ته ولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده، خلک له دې امله سر ټکوي، چې اوس هم د هېواد له بندرونو څخه بې کيفيته تېل وارديږي او دولت ورته ځانګړې پاملرنه، نه ده کړې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن