جلال اباد (پژواک ١٤ چنګاښ ٩١): د امريکايي بيارغونې ډلې په مرسته د لغمان د قرغيو ولسوالۍ د نوي سړک د جوړولو چارې د چنګاښ په ١٤مه سرته ورسېدې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د لغمان والي محمداقبال عزيزي په قرغيو ولسوالۍ کې د دغه سړک د پرانيستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سړک د جلال اباد ښار د درونټې برېښنا بند څخه پيل شوى، چې د چارباغ او مندروړ له بازارونو او د قرغيو ولسوالۍ څخه تېريږي.
هغه زياته کړه،چې ياد سړک د کابل-جلا ل اباد پر لويه لار د سرخکانو تر سيمې پورې د کابل د لارې يو بديل جوړ شوى، چې په اصلي لويه لار ترافيکي ګڼه ګوڼه را کموي او د ستونزو پر مهال د دې لويې لارې ترافيک ترې ګټه پورته کوي.
اقبال عزيزي وويل، دغه اته ويشت نيم کيلومتره سړک اووه متره سور لري، چې په اوږدو کې پرې ١٣٤ پلچکونه او ٤ غټ پلونه جوړ شوي دي.
د والي په وينا، د سړک ټول لګښت اته عشاريه درې ميليونه امريکايي ډالره کېږي، چې په دغه ولايت کې د ولايتي بيارغونې ډلې له لوري ورکړل شوى دى.
د قرغيو د قومي شورا رييس حاجي شاه مردخان پژواک ته وويل،چې د سړک جوړونې په يو کلنه موده کې يې د ولس پر مټ د سړک جوړونې له ټولو وسايلو څخه ساتنه کړې ده.
هغه زياته کړه، چې دغه سړک نه يواځې دا چې د زده کوونکو، ناروغانو او بزګرانو پر مخ پرتې ستونزې يې هوارې کړې، په ياده ولسوالۍ کې ورسره ځمکو ارزښت هم پيدا کړ او د بيارغونې چارې ورسره ګړندۍ شوې دي.
د قرغيو دکلي يوه اوسېدونکي زين الله پژواک ته وويل،چې د سړک تر پخېدو وړاندې دوى اړ وو خپل ناروغان او توکي لومړى مندروړ ته، چې د لغمان عمومي سړک پرې تېر شوى، ورسوي او بيا يې جلال اباد ښار ته ولېږدوي.
زين الله زياته کړه:((د نوي سړک په پخېدلو سره زموږ نږدې څلوېښت کيلومتره لار را لنډه شوه.))
د يادونې ده چې په لغمان کې پوخ شوى دغه سړک د جلال اباد ښار د بهسودو او درونټې ترمنځ له غځېدلي شمالي حلقوي سړک سره ونښلول شو، چې په اوږدو کې يې د ٢٠١ سېلاب قول اردو او قرغيو ولسوالۍ ودانۍ هم پرتې دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن