کندهار ښار-اسلام اباد (پژواک ١٥ چنګاښ ٩١): تر اوو مياشتو ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره نن له غرمې وروسته د ناټو اکمالاتي موټر د چمن له لارې د افغانستان خاورې ته دننه شول.
په سوېل کې د سرحدي پوليسو د درېيمې لوا درستيزوال جنرال عبدالرازق د چنګاښ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د دوستۍ په دروازه د ناټو دوه اکمالاتي موټر افغانستان ته راغلل.
هغه زياته کړه، چې دا لړۍ پيل شوې او له دې وروسته به په داومداره توګه روانه وي.
د پاکستان له لارې د اکمالاتو لاره وروسته له هغه وتړل شوه، چې تېر کال په ليندۍ مياشت کې امريکايي ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې د پاکستان پر يوې پوستې په هوايي بريد کې ٢٤ سرتېري ووژل.
له دې پېښې وروسته پاکستان له خپلې خاورې د ناټو ځواکونو اکمالات بند کړل او د بلوچستان له شمسي هوايي ډګره يې امريکايي سرتېري هم و ايستل.
د پاکستان د وزيرانو د شورا دفاعي کمېسيون له يوې غونډې وروسته له امريکا وغوښتل، چې پر دې پېښې رسمي بښنه وغواړي، خو امريکا دا غوښتنه نه منله.
خو وړمه ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن د پاکستان د بهرنيو چارو وزېرې مېرمن حنا رباني کهر ته ټيلېفون وکړ او د مومندو ايجنسۍ پر پېښې يې بښنه وغوښته.
هغې د مومندو په پېښه کې د خپلو سرتېرو تېروتنه منلې وه او ژمنه يې کړې وه، چې په راتلونکي کې به د دا ډول پېښو د مخنيوي په موخه له پاکستان سره په ګډه کار کوي.
د پاکستان د وزيرانو شورا چې پرون په اسلام اباد کې د لومړي وزير راجه پروېز اشرف په مشرۍ يې غونډه کړې وه، په رسمي توګه د اکمالاتو د خوشي کولو منظوري ورکړه.
بلخوا په اسلام اباد کې د پاکستان د محصولاتو د راټولولو د ادارې (اېف بي ار) مشر ممتاز حيدر رضوي وويل، چې د ناټو ټولو اکمالاتي موټرو ته به له تلاشۍ وروسته افغانستان ته د تلو اجازه ورکول کېږي.
هغه زياته کړه، له کره پلټنې مخکې به هېڅ يو موټر ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د افغانستان ته خاورې ته دننه شي.
نوموړى وايي، چې د ناټو په اکمالاتي موټرو کې يو ډول کمپيوټري دستګاوې لګول شوې چې د تلاشۍ ترڅنګ د موټر د ورکېدا يا تښتونې پر مهال ترې د معلوماتو د ترلاسه کولو کار اخيستل کېږي.
ممتاز حيدر وويل، چې له کراچۍ څخه تر افغانستان پولې پورې د دغو موټرو بشپړ امنيت ساتل کېږي او د هوا له لارې به يې هم ساتنه کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن