ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جاپان: افغانستان له نړيوالې مرستې پرته د ستونزو پر وړاندې مبارزه نه شي کولاى

جاپان: افغانستان له نړيوالې مرستې پرته د ستونزو پر وړاندې مبارزه نه شي کولاى

author avatar
8 Jul 2012 - 07:28
جاپان: افغانستان له نړيوالې مرستې پرته د ستونزو پر وړاندې مبارزه نه شي کولاى
author avatar
8 Jul 2012 - 07:28

توکيو (پژواک ۱۸ چنګاښ ٩١): په توکيو ښار کې د افغانستان د راتلونکي په اړه نړيوال کنفرانس ته د چاپان صدراعظم یووشيهيکو نوډا (Yoshihiko Noda) په خپله پرانيستونکې وينا کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل هېواد او د نړيوالو مرستو ژمنه وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې د يوه وران شوي هېواد بيارغونه نړيوالو مرستو ته اړتيا لري او له بهرنيو مرستو پرته افغانستان نه شي کولی چې له کورنيو ستونزو سره مبارزه وکړي.

د چاپان لومړي وزير وويل، چې مالي ژمنې د متقابل اعتماد او متقابلو ژمنو په ترڅ کې ترسره کېږي او له دغه فرصت څخه بايد د وسلوالو جنګياليو په ګډون ټول افغانان ګټه واخلي.

نوډا پر افغان حکومت غږ وکړ، چې بايد پر خپله هم د ښې حکومتوالۍ له لارې پر خپلو لاسونو د افغانستان بيارغونه يقيني کړي، نړيواله ټولنه له دوی سره ولاړه ده، څو له ۲۰۱۴ کال وروسته خپل امنيت په خپله وساتي.

د چاپان صدراعظم په افغانستان کې د تېرو لسو کلونو پر مهال پر شوو پرمختګونو خوښي څرګنده ګړه او ويې ويل، چې د افغانستان خلکو په تېرو درېيو لسيزو کې ډېر دردونه او کړاوونه ګاللي، خو اوس يې د سولې لاره پيل کړې ده.

ده وويل: ((د ملت جوړونې په پروسه کې ډېر پرمختګ شوی او افغانستان اوس يو داسې پړاو ته رسېدلی، څو د امنيت چارې پر خپله پر غاړه واخلي.))

نوموړي د افغانستان پر وړاندې د پرتو ګواښونو په یادونې سره وويل، په دې کې هېڅ شک نشته چې په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان د بيارغونې لپاره چاپېريال او شرايط برابر شوي دي.

ده وويل: ((موږ د سولې او هيله منديو ډېرې نښې او ژمنې وينو، ترڅو د بيارغونې ګلونه وکرو.))

هغه زیاته کړه، چې دغه کنفرانس د دې لپاره جوړ شوی چې ټول مرسته کوونکي يو ځل بیا د افغانستان د بيارغونې ژمنې تازه کړي.

ده وويل، جاپانيان ځکه د نړيوالې بيارغونې ډېره لېوالتيا لري؛ په دويمه نړيواله جګړه کې چې جاپان په کومه ګنډواله بدل شوی و، د چاپان له جګړې وروسته اقتصادي پرمختګ د نړۍ د هېوادونو له مرستي پرته امکان نه درلود.

د توکيو په کنفرانس کې به د لېږد د بهير پاتې موده (د ٢٠١٤ زېږديز کال تر پايه) او له هغې وروسته د بدلون په لسيزه کې (له ٢٠١٥ تر ٢٠٢٥ زېږديز کال پورې) له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې سياسي او مالي ملاتړ خپل کړي.

د توکيو د کنفرانس طرحه او ستراتيژي دا ده، چې د بدلون په لسيزه کې افغانستان پر خپل ځان بسيا شي.

د دغه کنفرانس سمبالوونکي وايي، چې د افغان حکومت له خوا نړيوالې ټولنې ته د متقابلې حساب ورکونې او ښې حکومتوالۍ ژمنې ورکول کېږي.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.