ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني ټولنې د مرستو پر درې اړخيز نظارت ټينګار وکړ

مدني ټولنې د مرستو پر درې اړخيز نظارت ټينګار وکړ

author avatar
8 Jul 2012 - 14:23
مدني ټولنې د مرستو پر درې اړخيز نظارت ټينګار وکړ
author avatar
8 Jul 2012 - 14:23

توکيو (پژواک ۱۸ چنګاښ ٩١): د امريکا د بهرنيو چارو له وزيرې هېلري کلنټن سره د افغان مدني ټولنو د استازو په غونډه کې له نړيوالو وغوښتل شول، پر هغو مرستو چې له افغانستان سره کېږي، بايد درې اړخيز نظارت يې وشي.

په توکيو کنفرانس کې د افغان مدني ټولنو وياند حيات الله حيات وويل، چې د مرستو د ښه نظارت لپاره بايد افغان حکومت، نړيواله ټولنه او افغان مدني ټولنې يو داسې نېټورک جوړ کړي، چې په ګډه په افغانستان کې د مرستو او پروژو نظارت وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د سولې په پروسه کې او له ترورېزم سره د جګړې په اړه بايد په سيمه ييزه کچه کار وشي.

د هغه په وينا، د انتقالي عدالت پروسه، چې له ‌‌‌‌‌ډېر وخت راهيسې ټکنۍ ده، بايد نړيواله ټولنه پر افغان حکومت فشار راوړي، چې له سره يې پيل کړي.

حيات وويل: ((نړيواله ټولنه بايد پر ايران او پاکستان فشار راوړي، چې له کډوالو سره د نړيوالو قوانينو مطابق چلند وکړي.))

د مدني ټولنې بلې استازې سميرا حميدي هم په خپلو وړانديزونو کې وويل، دوی نه پوهېږي چې د سولې پروسه چېرې رسېدلې او په دې برخه کې هېڅ عامه پوهاوى نه دى شوى.

د هغې په وينا، په کار ده چې د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره په دې برخه کې خلکو ته معلومات ورکړل شي.

نوموړې زياته کړه، چې د ښځو رول د سولې په پروسه کې له پامه غورځول شوی او بايد د افغاني ښځو او د افغانانو رول په دې پروسه کې روښانه شي.

سميرا له نړيوالې ټولنې مننه وکړه، چې د شيکاګو په کنفرانس کې يې د افغان امنيتي ځواکونو د غښتلي کولو په موخه مرسته وکړه، خو زياته يې کړه، چې بايد د هغوی له خوا د بشري حقونو د عملي کولو ته هم توجه وشي.

دې وويل: ((د راتلونکې ټاکنو د شفافيت لپاره هم بايد کار وشي، اوس موږ کم وخت لرو بايد دغې برخې ته توجه زياته شي.))

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن په دې ناسته کې وويل، چې د افغان مدني ټولنې د استازو په ليدو، چې ٣٠ تنه دي او نيمې يې ښځې دي، په دې ډېره خوښه ده او بايد د حکومت تر څنګ د خلکو غږ هم واورېدل شي.

د هغې په وينا، امريکا ژمنه ده، چې د افغانانو ملاتړ وکړي او ستراتيژيک تړون ته په اشارې سره يې وويل، چې دغه قرارداد چې رسمي پلی شوی، د دې څرګندوی دی، چې دوى له افغانانو سره ولاړ دي.

دې وويل: ((د رسنيو د قوي رول غوښتونکې يم، چې له حکومت څخه د حساب غوښتونکي شي.))

د دې په خبره، د پارلماني او ولسمشريزو رڼو ټاکنو ملاټړ کوي او د افغانانو په مشرۍ د ټاکنو پروسه دا معنا نه لري، چې يواځې د حکومت غږ واورېدل شي.

دغه راز د افغانه په نوم د ايټاليا د افغانستان لپاره د مدني ټولنې شبکې له خپل حکومت څخه غوښتي، چې له افغانستان څخه د سرتېرو تر ايستلو وروسته دې د هر يوه سرتېري پر سر چې څومره لګښت کېده، د هرې يوې يورو درېيمه برخه دې په افغانستان کې پر ملکي پرمختيا کې ولګوي.

د دې شبکې وياند ايمان وېل ګېردانا په توکيو کې د يوې خبري غونډې پر مهال له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان په ملکي برخه کې دې ډېرې پروژې پلې کړي.

د هغه په وينا، چې دغه غوښتنه يې څو ورځې مخکې په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې د غونډې پر مهال هم کړې ده.

نوموړي له افغان مدني ټولنې وغوښتل، چې د دوى دغه نظريه په خپلو شبکو کې تر بحث لاندې ونيسي او د پلې کولو لپاره يې هلې ځلې وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.