ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: له پاکستان سره هر اړخيزې او روښانه خبرې کوو

حامد کرزى: له پاکستان سره هر اړخيزې او روښانه خبرې کوو

author avatar
9 Jul 2012 - 13:02
حامد کرزى: له پاکستان سره هر اړخيزې او روښانه خبرې کوو
author avatar
9 Jul 2012 - 13:02

توکيو (پژواک ۱۹ چنګاښ ٩١)  : ولسمشر حامد کرزي د جاپان د ملي ژورنالېستانو د ټولنې په نوښت په يوه خبري غونډه کې له پاکستان سره  د هر اړخيزو  او روښانه خبرو، خبر ورکړ.

ولسمشر حامدکرزي، چې د افغانستان په اړه د توکيو په نړيوال اقتصادي کنفرانس کې  ګډون کړى، نن د چنګاښ په ١٩مه، په يوه خبري غونډه کې د ژورنالېستانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

ولسمشر کرزي د سولې په اړه د پاکستان ونډه ډېره مهمه بلله او زياته يې کړه : (( په دواړو هېوادونو کې دسولې اوثبات لپاره زموږ او د پاکستان تماسونه قوي شوي دي .))

هغه زياته کړه ، چې سوله او پخلاينه نور ډېر عوامل لري او له ټولو مهمه يې د پاکستان ونډه ده ، چې له طالبانو او افغان حکومت سره مذاکراتو ته زمينه برابره کړي.

د افغانستان دسولې په هکله د پاکستان د رول په اړه حامد کرزي وويل ، چې پاکستان له ډېرو لارو کولی شی په افغانستان کې د سولې او ثبات په  ټينګښت کې مرسته وکړي.

 نوموړي د بېلګې  په توګه د طالبانو پر رهبرۍ د پاکستان نفوذ ته اشاره وکړه او ويې ويل ، چې پاکستان کولی شی طالب مشران خبرو ته حاضر کړي .

ولسمشر کرزي زياته کړه : ((له پاکستان سره هر اړخيزې او روښانه خبرې شوي او د همدې هڅو په ترڅ کې به د پاکستان لومړی وزير کابل ته راځي او له هغه سره به د سولې په اړه سپينې خبرې وشي.))

کرزی له طالبانو سره د روغې جوړې په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل ، هغه طالبان چې د افغانستان اساسي قانون ومني او هغه حقوق ، چې ښځو ته په اساسي قانون کې ورکړل شوی هغه ومني  او له تاو تريخوالي لاس واخلي ،ورسره روغه جوړه کېدای شي.

هغه زياته کړه ، چې د سولې د عالې شورا مشر صلاح الدين رباني ورسره په دې سفر کې دی او د سولې په اړه يې دلته ښه ملاقاتونه درلودل .

له طالبانو سره د روانو خبرو اترو په اړه ولسمشر حامد کرزي وويل، چې له طالبانو سره افغان حکومت په بېلابېله توګه کتلي ، خو تر اوسه يې د دوی له ډلې سره نېغ په نېغه خبرې نه دي شوي .

ولسمشر کرزي خوښي څرګنده کړه ، چې په لومړي ځل دوه اونۍ وړاندې د جاپان په کيوتو ښار په پوهنتون کې د سولې عالي شورا له طالبانو او حزب اسلامي سره ليدلي او د طالبانو د وخت وزير قاري دين محمد په لومړي ځل د سولې  له شورا سره خبرې کړي ، چې دا ډير ښه او پرځای اقدام دی او دوی هڅه کوي، چې دغه ډول ملاقاتونه دوام پيدا کړي.

خو وسلوالو طالبانو د توکيو د کنفرانس پر مهال دافغان دولت له پلاوي سره د خبرو ا ترو اوازې رد کړې دي.

د ګوانتنامو د بنديانو په اړه ولسمشر حامد کرزي وويل، چې افغان حکومت له ګوانتنامو څخه د طالب زندانيانو له خوشې کېدو ملاتړ کوي ، که دغه طالبان قطر ته استول کېږي او يا افغانستان ته راځي ، تر څو له خپلو  کورنيو سره يو ځای شي ، دوی ورسره ستونزه نه لري.

د طالبانو ددې شرط په اړه ، چې  د بهرنيو ځواکونو له وتلو مخکې  له افغان حکومت سره خبرو ته نه  کښيني کرزي وويل ، په هر قسم ، چې وي بايد بهرني ځواکونه له افغانستان  څخه ووځي .

هغه زياته کړه ، چې امنيتي ځواکونو ته د قدرت د انتقال لړۍ پيل شوې ده ، د افغانستان د امنيت مسووليت بايد خپله افغانان پر غاړه واخلي او له ۲۰۱۴ کال وروسته بايد ټول بهرني ځواکونه له افغانستان  څخه ووځي.

دا کوم ستراتيژيک تړونونه، چې د امريکا په ګډون د برتانيا ، استراليا ، هند المان اوفرانسې سره لاسليک شوي،دا خپله ددې مانا لري ، چې دوی به د افغان حکومت له غوښتنې سره سم د لنډ مهال لپاره په افغانستان کې تر شرايطو لاندې پاتې شي.

ده وويل، چې د بهرنيو ځواکونو حضور په کليو او بانډو کې د ملکي تلفاتو باعث ګرځي .

هغه زياته کړه : (( موږ د همدې لپاره غواړو ، چې بهرني ځواکونه له کليو او بانډو څخه ووځي، تر څو ملکي تلفات را کم شي او دا کار مو پيل کړی دی.))

حامدکرزي د توکيو د کنفرانس په پايلو خوښې څرګنده کړه او ويې وويل ،پرون د جاپان د حکومت  په ابتکار نړيوالو، چې له افغانستان سره د ۱۶ ميلياردو ډالرو کومه مرسته اعلان کړه او خپله جاپان د ۳ ميلياردو ډالرو مرسته د ۵ کلونو لپاره وکړه ، د هغه له امله د  جاپان د خلکو او حکومت څخه مننه کوي .

هغه زياته کړه ، چې د افغانستان د بيارغونې حرکت د توکيو د ۲۰۰۲ کال د بيارغونې د لومړي کنفرانس څخه پيل شوی او په درېيو واړو کنفراسونو کې يې افغانستان ته ډېر څه کړي دي .

کرزي د ځينو هېوادونو نومونه واخيستل، چې په دغه کنفرانس کې يې خپلې مرستې اعلان کړې وي .

ده وويل امريکا د لسو کلونو لپاره له افغانستان سره د تيرو کلونو په څېر خپله مرسته اعلان کړه او هر کال به دوه ميليارده لګوي ، سويډن د ۱.۲ ميلياردو ډالره د ۲۰۲۵ کال پورې مرسته اعلان کړه ، هند د ۵۰۰ ميليونو ډالرو ، جرمنی د ۵۰ ميليونو ، استراليا د ۲۵ ميليونو او اسيايي پرمختايي بانک د ۵ کلونو لپاره د ۱۰۲ ميليونو ډالرو مرسته اعلان کړه.

کرزي د پاکستان ، چين او قطر نومونه هم واخيستل، چې له افغانستان سره مرسته کوي او دغه راز يې له نورو نړيوالو ادارو او سازمانونو څخه هم مننه وکړه .

د اداري فساد پر ضد د مبارزې په اړه کرزي وويل ،چې ډيری فساد په بهرنيو پروژو او قرادادنو کې دى او يواځې د افغان حکومت مبارزه ګټه نه لري ، ده وويل : ((  د اداري فساد پر ضد به ګډه مبارزه کوو او په يواځې لاس څه نه کېږي ، د فساد د له منځه وړلو لپاره د نړيوالو جدي مبارزې ته هم اړتيا شته.))

Views: 35

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.