Language

د اندړو د پاڅون قوماندان: زموږ مبارزه د بشپړې ازادۍ تر اخيستو پورې ده

غزني ښار (پژواک ۲۰ چنګاښ ۹۱): د غزني د اندړو ولسوالۍ لومړني پاڅون کوونکي وويل، چې تر هغه به خپلې مبارزې ادامه ورکړي،څو يې له وسلوالو طالبانو او د هغوى له بهرنيو ملګرو څخه پوره ازادي نه وي ترلاسه کړې.

د ولي محمد په نوم د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکى او د ولسي پاڅون لومړني مخکښ او قوماندان پژواک اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې ولسي پاڅون د دې ولسوالۍ د علماوو، قومي مشرانو په مشورو پيل شوى او دا پرېکړه يې کړې، چې نور به د طالبانو له ناوړه کړنو ځانونه ژغوري.

نوموړى، چې دا مهال په اندړو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون قوماندان هم دى وايي: ((لومړی کس زه وم، چې پاڅون مې پيل کړ او په دې کې راسره يو مې ورور، يو مې د اکا زوى او دوه کسان نورو راسره وو، چې ټول پنځه کسه وو.))

د هغه په وينا، په دې موده کې يې يو ورور او يو د تره زوى له لاسه ورکړي او وسلوالو طالبانو يې کور هم سوځولى دى.

د ولي محمد په خبره، تر هغه به خپلې وسلوالې مبارزې ته دوام ورکړي، تر څو يې له وسلوالو طالبانو او د هغوى له بهرنيو ملګرو خپله ازادي نه وي ترلاسه کړې.

نوموړي وويل، چې دوى دغه پاڅون يواځې د وسلوالو طالبانو د ظلمونو له لاسه پيل کړى او ولس نور د هغوى د ناوړو کړنو نور زغم نه درلود.

د هغه په وينا، په دې لار کې يې د سيمې خلکو پوره ملاتړ وکړ، چې اوس مهال د ولسي پاڅون وسلوال ملګري شاوخوا څلور سوو ته رسېدلي او دا شمېر ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دى.

قوماندان ولي محمد وويل: ((په اندړو کې نږدې پنځوس سيمې زموږ تر ولکې لاندې دي او په دې سيمو کې پوره امنيت دى، هېڅ کومه ستونزه نشته.))

نوموړي زياته کړه، دوى غواړي، چې په اندړو کې نور، ښوونځي او روغتيايي مرکزونه پرانيستل شي او په سيمه کې د بيارغونې کارونه پيل شي، څو د سيمې خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي او د کار زمينه ورته برابره شي.

د ده په خبره، هېڅکله دې څوک دا فکر نه کوي، چې ګواکې دوى د واک د ترلاسه کولو لپاره دا کار کوي او يا په همدې موخه راپورته شوي دي.

ياد قوماندان د پژواک د يوې پوښتني په ځواب کې، چې که وسلوال طالبان وغواړي، چې له دوى سره د سولې خبرو ته کېني، ايا دوى به ورسره کېني؟ وويل، چې د يو شمېر شرطونو له مخې به ورسره خبرې وکړي.

نوموړي د خپلو شرطونو په اړه وويل: ((زموږ شرطونه دا دي، چې ښوونځي به نه بندوي، حتى د نجونو ښوونځيو باندې به هم کار نه لري، د تل لپاره به زموږ په سيمه کې جنګ نه کوي، بهرني وسلوال به سيمې ته نه راولي، د بيارغونې په برخه کې به د دولت مخه نه نيسي او په تېرو لسو کلونو کې چې دوى کوم ظلمونه کړي او يا يې هم بې ګناه خلک وژلي، د هغو پور به ورکوي.))

څو ورځې مخکې وسلوالو طالبانو يوه اعلاميه خپره کړې وه، چې په هغې کې ويل شوي وو، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ولسي پاڅون نه دى، بلکې اربکي ځواکونه راپورته شوي، چې دولت او نړيوال ځواکونه ورسره پوره ملګري دي او په هره برخه کې ورسره مرسته کوي.

خو په اندړو کې د ولسي پاڅون قوماندان ولي محمد بيا وايي، چې دا ولسي پاڅون دى، دولت او بهرنيانو ورسره د يوې مرمۍ مرسته هم تر اوسه نه ده کړې.

نوموړي وويل، چې ټولو خلکو پخوانۍ د جهاد د وخت وسلې راخيستي او د وسلوالو طالبانو پر ضد راپورته شوي دي.

د هغه په وينا، د وسلوالو طالبانو دغه ادعا، چې ګواګې دوى اربکي دي، په کلکه ردوي او زياته يې کړه، کوم کسان چې اوس د وسلوالو پر ضد راپورته شوي، ټول د سيمې هغه ځورېدلي خلک دي، چې په تېرو لسو کلونو کې طالبانو له بېلابېلو کړاونو سره مخ کړي وو.

دغه قوماندان وايي، کومې سيمې چې د دوى تر ولکې لاندې دي، په هغو کې اوس مهال ټول ښوونځي خلاص دي، خو زده کوونکي درسي مواد او پوره ښوونکي نه لري.

نوموړي د غزني د پوهني رياست له چارواکو وغوښتل، چې د دوى د سيمو د ښوونځيو ستونزو ته دې پاملرنه ډېره کړي او د هوارۍ لار دې ورته پيدا کړي.

هغه دغه راز له پوهنې رياست څخه وغوښتل، چې د دوى د سيمې ښوونځيو ته دې نوې ودانۍ جوړي کړي، په دې برخه کې به د سيمې خلک ورسره پوره مرسته کوي.

د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي هم له دغه پاڅون څخه ډېر خوښ دي او وايي، چې دغه پاڅون د سيمې د خلکو له لوري پيل شوى او په دې کې دولت هېڅ کومه ونډه نه لري.

د اندړو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي او د يو ښوونځي ښوونکي محمدابراهيم پژواک اژانس ته وويل: ((اوس په هغو سيمو کې چې ولسي پاڅون پيل شوى، امنيت يې پوره د ډاډ وړ دى او خلک خپلو کارونو ته خلاص شوي دي.))

نوموړي زياته کړه، چې په دغه پاڅون کې يواځې عام خلک نه دي، بلکې قومي مشران او ديني عالمان هم شامل دي.

د دغې ولسوالۍ د شهاب الدين لېسې يوه زده کوونکي محمدصابر هم پژواک اژانس ته وويل، له کله چې د دوى په سيمه کې ولسي پاڅون پيل شوى، دوى هم ښوونځيو ته تګ پيل کړى دى.

نوموړي زياته کړه: ((تېر پنځه کاله مې ښوونځى نه و ليدلى، خو اوس مې بېرته پيل کړ او ډېر خوشاله يم.))

خو بلخوا د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تل د غزني په اندړو ولسوالۍ کې له دوى سره په جګړه کې ښکېل خلک د افغان دولت او بهرنيو ځواکونو له خوا جوړ شوي اربکي بولي او دا ادعا ردوي، چې ګواکي دوى دې ولسي خلک وي.

د يادونې ده، چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې يو شمېر د سيمې عام خلک د وسلوالو طالبانو پر ضد راپورته شوي او د هغوى په وينا، تر اوسه يې له سلو ډېر وسلوال طالبان وژلي دي.

Related Topics