ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان  بيا دانګام  ولسوالي  پر ٧٠ توغنديو وويشته

پاکستان بيا دانګام ولسوالي پر ٧٠ توغنديو وويشته

author avatar
12 Jul 2012 - 19:30
پاکستان  بيا دانګام  ولسوالي  پر ٧٠ توغنديو وويشته
author avatar
12 Jul 2012 - 19:30

اسعداباد(پژواک٢٢چنګاښ٩١): دکونړ ولايت  پر سرحدي سيمو نن هم  دپاکستان له لوري لسګونه توغندي وويشتل شول  .

 دغه څرګندونې دکونړ د والي وياند واصف الله واصفي پژواک خبري اژانس ته وکړې .

 نوموړي وويل، چې  نن، (د چنګاښ په ٢٢مه )پر دانګام ولسوالۍ يو ځل  بيا ٧٠ توغندي دپولې له هغې غاړې وويشتل شول .

 دى زياتوي ،چې په دغه توغنديوکې دوه تنه هغه پاکستاني کډوال ، چې له سوات څخه دې ولسوالۍ ته راکډه شوي ، ټپيان شول .

 واصفي وايي ، چې تراوسه دکونړ پر سرحدي سيمو له ١١٠٠څخه زيات توغندي دپاکستاني ځواکونو لخوا ويشتل شوي، چې خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي اوشاوخوا ٨٠٠کورنۍ يې کډه کولو ته اړ کړې دي.

د والي د وياند په خبره،  په دې اړه يې مرکزي دولت ،درې اړخيزه کمېسيون او د بهرنيو چارو وزارت ته وخت په وخت خبر ورکړى دى .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.