Language

غزني ښار(پژواک ۲٢ چنګاښ ۹۱): د غزني په ښار کې د درېيو کيلومترو په اوږدوالي د سړک جوړونې چارې پيل شوې.

د غزني په ښار کې نن (د چنګاښ ٢٢ مه) د دغې پروژې د پرانېستې پر مهال د غزني والي موسى خان اکبرزاده وويل، دغه سړک چې د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) له لوري رغول کېږي، ۲۶۰ زره ډالر لګښت پرې راځي.

د هغه په وينا، له دې سره د غزني ښار د شامير د سيمې لويو لارو ته راوتلې ټولې کوڅې به په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې په غزني کې مېشت د پولنډ ځواکونه په پام کې لري، چې د غزني په ښار کې نږدې څوارلس کيلومتره سړک په اساسي ډول ورغوي، چې په دې سره به د غزني ښار ټول سړکونه او سړکونو ته راوتلې کوڅې پخې شي.

والي وويل: ((د دغه څوارلس کيلومتره سړک کار به ډېر ژر په غزني کې د پي آر ټي له لوري پيل شي.))

د شامير د سيمې دکوڅو په پخلو سره که څه هم د دې سيمې اوسېدونکي خوښ دي، خو له دولت څخه غواړي ، چې دغه سړکونه دې په داسې ډول ورته ورغول شي، چې د وخت په تېرېدو سره ژر خراب نه شي.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي او قومي مشر الله نظر پژواک خبري اژانس ته وويل، دا ښه خبره ده ، چي لارې او کوڅې پخې شي، خو بايد کوم مواد، چې په کې کارول کېږي، کيفيت يې بايد لوړ وي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ په خپلو سترګو وليدل، چې تېر کال يې سړکونه پاخه کړل، خو نن يې بېرته اړوي او خراب شوي دي.))

د يادونې ده، چې نږدې پنځه مياشتې وړاندې د غزني ښار اړوند د روضې او اسفنده يې ترمنځ غځېدلى څوارلس کيلومتره سړک هم ورغول شو، چې د دوو مياشتو په تېرېدو سره بېرته خراب شو او اوس د دويم ځل لپاره جوړېږي.