کوېټه (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩١): د بلوچستان ايالت مرکز کوېټې ته څېرمه د عوامي نېشنل ګوند په يوه غونډه کې د چاودنې له امله تر اوسه پنځه تنه وژل شوي او يوولس نور ټپيان دي.
چاودنه نن تر غرمې مخکې د کوېټې په کچلاغ سيمه کې هغه مهال وشوه، چې د عوامي نېشنل ګوند پلويانو غونډه کړې وه.
د پېښې يوه عيني شاهد محمداکرم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه د عوامي نېشنل ګوند غونډې ته نږدې شوې او وروسته د سپکو وسلو ډزې هم وشوې.
دی وايي، چې په چاودنه او ډزو کې د عوامي نېشنل ګوند لوړي پوړي مشران هم ټپي شوي دي.
د کچلاغ د پوليسو يوه افسر عبدالخالق بيا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په چاودنه او ډزو کې د عوامې نيشنل ګوند يو مشر ملک قاسم او څلور تنه نور وژل شوي او يوولس نور ټپيان دي.
عبدالخالق وايي، چې په وژلو شوو کې يو ماشوم هم شامل دی.
دی زياته کړه، چې په ټپيانو کې د بلوچستان لپاره د عوامي نيشنل ګوند ايالتي مشر اورنګ زېب کاسی او د هغه د کورنۍ ځيني غړي هم شامل دي او کوېټې ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي .
د ده په خبره، په پېښه کې دوه موټر ويجاړ او ګڼ شمېر دوکانونه هم زيانمن شوي دي.
تر اوسه د پېښې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
تر دې وړاندې په چمن سيمه کې د عوامي نيشنل ګوند يو مشر، جيلاني خان وژل شوی وو .
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن