اسعداباد (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩١): د کونړ پر سرحدي سيمو د پاکستاني ځواکونو په تازه توغندويي بريدونو کې دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د چنګاښ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځل د پاکستان له لوري د شيګل پر ولسوالۍ ٢١ توغندي ويشتل شوي دي.
واصفي وايي، پاکستاني ځواکونو په تېرو ٢٤ساعتونو کې د شيګل ولسوالۍ پر شلطن درې او يو شمېر سرحدي سيمو ٢١ توغندي ويشتلي چې له امله يې دوه تنه ټپيان شوي او د سيمې خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.
د شيګل ولسوالۍ د شلطن سيمې اوسېدونکي له افغان دولت او نړيوالو ځواکونو غواړي، چې د پاکستاني ځواکونو د دغو بريدونو مخه ونيسي.
د دوى په خبره، که افغان دولت او نړيوال ځواکونه د پاکستاني پوځ د بريدونو مخه ونه نيسي نو د کونړ عام وګړي به د هغوى پر وړاندې غبرګون وښيي.
دانګام، ناړۍ، خاص کونړ او شيګل د کونړ ولايت پولې ته څېرمه ولسوالۍ دي، چې د پاکستاني پوځ له لوري پرې له درېيو مياشتو راهيسې توغندويي بريدونه کېږي.
په ياده موده کې د دغو بريدونو له امله د سيمې خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي خو تر اوسه يې پر وړاندې افغان دولت غبرګون نه دى ښودلى.