د جبل السراج ولسوال سمندر سکندري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جنت ګل په نوم د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان له خپلو ساتونکو سره د دغه ولايت شينوارو ولسوالۍ ته روان و، چې د اشابې په سيمه کې يې موټر د سړک د غاړې ماين والوځاوه.
هغه وايي، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې رامنځته شوه او جنت ګل په کې ووژل شو.
د سکندري په وينا، کله چې د جنت ګل ساتونکو د هغه د مړي د لېږد هڅه وکړه، د ماين بله چاودنه وشوه، چې له امله يې يو عام وګړى ووژل شو او پنځه سيمه ييزو پوليس ټپيان شول.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، وژل شوى ملکي وګړى لاروى و.
د سکندري په وينا، ټپيان د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ بلل شوى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې يادې چاودنې د دوى د کسانو له خوا ترسره شوې دي.
هغه ادعا وکړه، چې په دې چاودنه کې ٧ سيمه ييز پوليس وژل شوي او موټر يې له منځه تللى دى.