کابل-کندوز (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩١): په بلخ ولايت کې د دولت يو وسلوال مخالف ووژل شو او په کندوز کې د يوه قوماندان په ګډون يو شمېر ونيول شول.
په هغې خبرپاڼه کې چې د ايساف د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې د افغان او ايساف ځواکونو يو ګډ امنيتي ټيم نن (د چنګاښ ٢٤مه) د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه ستر مشر د نيولو په موخه عمليات ترسره کړل.
سرچينه وايي، چې په دغو عملياتو کې د دولت يو وسلوال مخالف ووژل شو او دوه نور ونيول شول.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې ايساف ځواکونو په چهاربولک ولسوالۍ کې يو عام وګړى وژلى او دوه نور يې نيولي دي.
هغه ادعا وکړه، چې دولتي او بهرنيو ځواکونه تل عام خلک د طالبانو په نوم نيسي.
همدارنګه د ايساف په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان او ايساف ځواکونو يو ګډ امنيتي ټيم نن د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه مهم غړي د نيولو په موخه عمليات ترسره کړل.
د سرچينې په وينا، د طالبانو دغه غړي د افغان او ايساف ځواکونو پر وړاندې د بريدونو د پلانولو او همغږي کولو مسؤوليت پر غاړه درلود.
سرچينې د هغه نوم نه دى په ډاګه کړى او د برخليک په اړه يې هم څه نه دي ويلي، زياته کړې يې ده، چې د عملياتو په ترڅ کې يو شمېر شکمن وسلوال مخالفين نيول شوي دي.
خو د دشت ارچي ولسوال شېخ صدرالدين وايي، چې په دغو عملياتو کې د جمالي په نوم د طالبانو يو قوماندان نيول شوى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات د دشت ارچي ولسوالۍ د خليل باى په کلي کې ترسره شوي او په ترڅ کې يې د قوماندان جمالي دوه کسان نيول شوي هم دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.