باميان (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩١): په ډايکندي ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله نن يوولسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ډايکندي د ولايتي شورا غړي هادي رحيمي د چنګاښ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کيتي او ګجران ولسواليو يولسو تنو اوسېدونکو ته په ترافيکي پېښه کې مرګ ژبله اوښتې ده.
نوموړي زياته کړه، چې په دغې پېښه د سپرليو د يوه موټر د چپه کيدو له امله پنځه تنه مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د ده په خبره، ياده پېښه د ډايکندي له مرکز څخه پنځه کيلومتره لرې د غژده په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ډايکندي د عامې روغتيا رييس تيمورشاه يوسفي پژواک ته وويل، چې روغتون ته د وروړل شويو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
نوموړي زياته کړه، چې د ټپيانو لاسونه او سرونه مات وو، خو د اندېښنې وړ نه دي.
د يادولو ده چې د تېرې شنبې په ورځ په دغه ولايت کې، په يوه ترافيکي پېښه کې ١٩تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن