Language

په خپلمنځي شخړه کې څلورو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

محمودراقي (پژواک ٢٧ چنګاښ٩١): د کاپيسا چارواکي وايي، چې په اله ساى ولسوالۍ کې د شخصي دښمنې له امله د يو وسلوال طالب تر وژل کېدو وروسته، د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په نښته کې يو طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

د اله ساى ولسوال ملا محمد عمري نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د دې ولسوالۍ د سکين درې د خواجه غار د کلي اوسېدونکي يوه وسلوال طالب، د شخصي دښمنۍ له امله د خالد په نوم يو بل وسلوال طالب د دغې درې د جان اکاخېلو په کلي کې وژلى دى.

سرچينې د خالد د قاتل نوم ياد نه کړ، خو ويې ويل چې هغه د مشتاق نومي په مشرۍ د وسلوالو طالبانو د يوې ډلې اړوند کس دى.

عمري وايي، چې د منګل په مشرۍ د ځايي وسلوالو طالبانو بلې ډلې هڅه کوله، چې د خالد قاتل د هغه په کلي (خواجه غار) کې ونيسي، خو د مشتاق ډلې له دغه کار سره مخالفت وکړ او د دواړو ډلو ترمنځ نښته رامنځته شوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې د مشتاق د ډلې يو تن وژل شوى، د خالد قاتل ټپي دى او د منګل له ډلې هم يو تن ټپي شوى دى.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال حميدي هم د يادو دوو وسلوالو طالبانو وژل او د دوو نورو ټپي کېدل تاييد کړل.

خو وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي .

د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې تېره ورځ د دغه ولايت د تګاب ولسوالۍ په جويبار سيمه کې د يو مړي خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې د ريموټ کنټرول ماين په چاودنه کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او درې تنه د سيمې اوسېدونکي ټپيان شوي دي.

تر دې دمه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics