چاریکار(پژواک ٢٧چنګاښ٩١) :په پروان کې ٥٠٠ ښځو ته د يو کال په موده کې د حرفوي زده کړو تر څنګ د سوداګرۍ او حقوقو په برخو کې زده کړې ورکړل شوې.
دې ښځو ته نن د دې ولايت په مرکز چاريکارو کې د فراغت سندونه ورکړل شول.
د پروان د ښځو چارو مشرې شاه جهان يزدان پرست په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل ، چې د يادو ښځو ځينو ته يې دخياطۍ ، ځينو ته د سبو د پروسس او ځينو ته د چرګانو د ساتنې په برخو کې زده کړې ورکړل شوې دي .
خو سرچينه زياتوي ، چې يادو ټولو ښځو ته د سوداګرۍ په تېره بيا بازارموندنې او د شريعت او بشري حقونو له مخې، د ښځو د حقونو په برخه کې زده کړې ورکړل شوې دي .
د سرچينې د معلوماتو له مخې ، د زده کړو دغه پروګرام د امريکا متحده ايالتونو د پراختيايي ادارې په مالي مرسته پلى شوى دى .
دې ونه ويل ، چې ددې پروګرام پر پلي کېدو څومره لګښت راغلى، خو زياته يې کړه ، چې دغه پرواګرام د ” بېوزلو ښځو سره د مرستې ” او ” ښځه د ښځې په خدمت کې ” موسسو لخوا پلى شوى دى .
کونډې بي بي ظاهرې ، چې مېړه يې شاوخوا لس کاله مخکې وژل شوى او د خپلو درېيو ماشومانو سرپرستي کوي ، وايي چې د ياد شوي روزنيز پروګرام له لارې يې په څلور مياشتو کې خياطي زده کړې ده .
دې وويل ، چې په پاتې اتو مياشتو کې يې د بازارموندنې او ښځو د حقوقو په برخه کې زده کړي کړې دي.
دغه راز بله کونډه سويتا ، چې د چرګانو د روزنې زده کړې يې کړې دي ، وايي خوښه ده ، چې په دې روزنيز پروګرم کې ونډه ورکړل شوه .
هغې وويل ، هوډ لري، چې له بانکونو څخه د وړو پورونو په ترلاسه کولو سره ، د چرګانو د ساتنې فارم جوړ او په دې توګه د ځان او دوو ماشومانو ( لور او زوى ) د ژوند اړتياوې پوره کړي .
د پروان سکټوري رييس قادر ذهين ،يادو ښځو ته د زده کړو ورکول غوره اقدام وباله ، خو ويې ويل چې که له دې ښځو سره د کارموندنې په برخه کې مرسته ونه شي ، ددې پروګرام پايلې به ډېرې ګټورې نه وي.
دى وايي، دغه ښځې هغه مهال پر ځان بسيا کېداى شي ، چې د اړوندو حرفو په برخه کې کار ورته وموندل او نور اړين امکانات ورته برابر شي .
ددې ولايت د ښځو چارې مشرې وويل ، چې په دې برخه کې له ښځو سره د مرستې هڅې روانې دي او په پام کې ده ، چې په چاريکارو کې په شپږ جريبه ځمکه کې د هغوى لپاره يو مارکېټ جوړ شي.