ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

٩٠ ډوله وحشي ژوي او نباتات د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي

18 Jul 2012 - 17:48
18 Jul 2012 - 17:48

کابل (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩١): د چاپېريال ساتنې ملي ادارې اعلان وکړ، چې په هېواد کې ٩٠ ډوله وحشي ژوي او نباتات د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مشر مصطفى ظاهر نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دغه معلومات هغې کمېتې ترلاسه کړي، چې په دې برخه کې په ١٣٨٧ کال کې پر دنده ګومارل شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د مارکوپولو پسه، سور پسه، مغولي وزه، مار خوړونکې وزه، د واورو پړانګ، مشکي هوسۍ، غرنى پړانګ، تورلمى، وحشي خر، ريګي پيشو له يادو هغو ٤٧ ډوله تي لرونکو ژويو څخه دي، چې په هېواد کې د ورکېدو په حال کې دي.

 دغه راز ده وويل، چې مرمرينه هيلۍ، مصري کجير، بادوړى، بيچور او الماسي کوټن له هغو ٤٠ ډوله الوتونکو څخه دي، چې نسل يې د ورکېدو په حال کې دى.

سرچينه زياتوي، چې پشه خانه او سورلرګې په هېواد کې د ورکېدو په حال کې نباتات دي او د پغمان کربوړى هغه خزنده دى چې نور يې نسل ورکېږي.

ظاهر زياته کړه: ((موږ هغه حيواناتو او مرغانو او نباتاتو ته د ورکېدو له ګواښ سره مخ بولو، چې شمېر يې له ٥٠٠ څخه کم وي.))

د ده په وينا، د چاپېريال ساتنې ملي اداره هڅې کوي، چې د خلکو او امنيتي ارګانونو په مرسته د يادو ژويو د ښکار او نباتاتو د له منځه وړو او پرې کولو مخه ونيسي.

د هغه د څرګندونو له مخې، ولسمشر دوه ځلې فرمان صادر کړى، چې له مخې يې په هېواد کې ښکار بايد د ښکار د مقررې له مخې وشي.

دى وايي، په دې مقرره کې د هر ډول حيوان د ښکار وخت او نورې ځانګړنې په ګوته شوې او سرغړوونکو ته يې جزا په پام کې نيول شوې ده.

په ياده غونډه کې د چاپېريال ساتنې او کرنې مالدارۍ او اوبولګولو وزارت ترمنځ يو هوکړه ليک هم لاس ليک شو.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت مرستيال عبدالغني غورياني وويل، چې د دغه هوکړه ليک له مخې به دواړه ارګانونه خلک دې ته وهڅوي، ترڅو د هغو حيواناتو ښکار ونه کړي چې نسل يې د ورکېدو په حال کې دى.

 دغه راز دى وايي، چې د دغه هوکړه ليک له مخې به د ورکېدو په حال کې نباتاتو د ساتنې په برخه کې هم خلکو ته پوهاوى ورکړل شي.

د ده په وينا، د يادو ٩٠ ډوله ژويو او نباتاتو نوملړ به له نړيوالو سره هم شريک شي، ترڅو په ساتنه کې يې له افغانستان سره مرسته وکړي.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version