Language

موسى زى : د پاکستان د بريدونو دوام د دواړو هېوادونو اړيکې زيانمنوي

کابل (پژواک،د زمري لومړې نېټه٩١):د بهرنيو چارو وزارت وايي، له پاکستانه پر کونړ د راکټي بريدونو د مخنيوي لپاره داسې هڅې کوي ،چې ملي ګټو او د دوه اړخيزه اړيکو حساسيتونو ته په پام سره، د افغانستان په ګټه وي.

له تېر کال راهيسې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر کونړ او ځينو نورو سرحدي ولايتونو په وقفه يي ډول راکټي بريدونه کيږي، چې لسګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .

تېره پنجشنبه ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د پاکستان له لومړي وزير راجه پروېز اشرف  سره په دې اړه خبرې وکړې .

خو د کونړ د چارواکيو په وينا، تېره ورځ يو ځل بيا د پاکستاني پوځ لخوا پر دې  ولايت ٣٠٠ توغندي ويشتل شوي، چې  د يوې ښځې په ګډون يې څلور ملکي کسان وژلي او ٦ نور يې ټپيان کړي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن  په دې اړه په کابل کې خبريالانو ته وويل،چې لومړى بايد د پاکستان له خاورې ددې  راکټي بريدونو” صحت او سقم ” و څېړل شي .

ده  وويل، چې ډېر ځله  د سلګونو راکټي بريدونو راپورونه ورکړل شوي ، خو واقعيت يې نه درلود.

موسى زي زياته کړه:” يو له مسايلو چې له بده مرغه د افغانستان په رسنيو کې شتون لري، البته د احساساتو له امله، چې د ځينو ګاونډيو هېوادونو په اړه شتون لري، په ځينو رسنيو کې د  صحت او سقم  له  تثبيت پرته راپورونه په احساساتو خپرېږي، چې د افغانانو پر ذهنونو اغېز کوي.”

ده په دې اړه ،چې د بهرنيو چارو وزارت د يادو بريدونو په تړاو څه کړي ، وويل چې د ديپلوماتيک او بهرني سياست د پرمخ وړونکي ارګان په توګه، دنده لري، چې په پوره پام سره د افغانستان ملي ګټو او د  دوه اړخيزه او څو اړخيزه اړيکو حساسيتونو ته په پام سره، داسې هڅې وکړي، چې په اوږد او لنډمهال کې د افغانستان په ګټه وي.

هغه زياته کړه: “د افغانستان دريځ په دې اړه څرګند دى، د پاکستان له خاورې، د افغانستان پر شرقي ولايتونو د هر ډول درندو وسلو د بريدونو دوام د ښو اړيکو او همکاريو په زيان دى، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ يې شتون اړين دى. “

موسى زي وويل ، چې د افغانستان حکومت وړاندې هم د يادو بريدونو په اړه د پاکستان سفارت ته ديادښت پاڼې استولې دي، په کابل کې يې د پاکستان سفير او نور چارواکي د بهرنيو چارو وزارت ته ورغوښتي او د افغانستان د حکومت اندېښنه او اعتراض يې ورته څرګنده کړى دى.

 موسى زي  د يوې پوښتنې په ځواب کې ، چې دغه ډول راکټي بريدونه د چا لخوا کېږي، وويل:” دا ښکاره خبره ده ، چې دا راکټونه  له کوم ځايه راځي، د پاکستان له خوا څخه دا راکټونه ورول کېږي او دا چې څوک دا راکټونه وروي او څوک يې بايد ودروي، هغه پاکستانيو چارواکيو پورې ارتباط نيسي دا ددوى مسووليت دى او موږ هيله مند يو، چې دوى په دې برخه کې جدي او عملي اقدامات ترسره کړي.”

موسى زي په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وويل ، چې له ايران سره د افغانستان هغه هوکړه ليک څو اونۍ د اجرا وړ  ګرځېدلى ، چې له مخې يې د افغانستان او ايران تر منځ د بنديانو تبادله کيږي.

دى وايي، په دې بنديانو کې هغه کسان شامليږي، چې د بند موده يې له شپږو مياشتو کمه وي.

ده په دې اړه نور معلومات ورنه کړل .

Related Topics