ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسلوالو طالبانو يوه ډله انسان تښتونکي ونيول

25 Jul 2012 - 11:14
25 Jul 2012 - 11:14

غزني ښار (پژواک ۴ زمرى ۹۱): د غزني د ده يک ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې سيمه ييزو وسلوالو طالبانو د دوى په سيمه کې څلور انسان تښتوونکي نيولي او يو ماشوم يې ترې ازاد کړى دى.

د ده يک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي جمال شاه د زمري په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته يې په سيمه کې وسلوالو طالبانو څلور انسان تښتوونکي نيولي او يو ماشوم يې چې تښتولى و، هم ترې ازاد کړى دى.

د هغه په وينا، انسان تښتوونکي په يو کرولا موټر کې سپاره وو او غوښتل يې چې له سيمې وتښتي، چې وسلوالو طالبانو ونيول.

نوموړي زياته کړه: ((موږ مازيګر د دوکان مخې ته راټول شوي وو، چې د سيمې طالبان راغلل او يو موټر او څلورکسان يې نيولي وو، چې دوى ويل دا انسان تښتوونکي دي.))

د جمال شاه په خبره، نيول شوو انسان تښتوونکو له غزني ښار څخه يو لس کلن ماشوم هم تښتولى و، چې وروسته د ده يک ولسوالۍ د نواباد په سيمه کې، چې غوښتل يې له هغه ځايه هم وتښتي، ونيول شول.

د الله نور په نوم يو تن چې دغه کسان يې په خپلو سترګو ليدلي، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د کور پر لور روان وم، چې د نواباد په کلي کې د يو کور مخې ته مې موټرسايکلونه او طالبان وليدل، يو څه ځاى ولاړم ګورم چې دوى څو تنه له يو کور څخه راو ايستل او لاسونه يې پرې تړلي وو.))

نوموړي وويل، کوم انسان تښتوونکي چې سيمه ييزو وسلوالو طالبانو نيولي وو، دوى نه پېژندل، چې د کومې سيمې اوسېدونکي دي.

په ده يک ولسوالۍ کې هم وسلوالو طالبانو دغه پېښه تاييدوي او د عابد په نوم يو سيمه ييز طالب پژواک اژانس ته وويل، چې دوى څلور انسان تښتوونکي له يو کرولا موټر سره نيولي دي.

د هغه په وينا، دغو کسانو له ښار څخه يو لس کلن ماشوم تښتولى و، چې وروسته يې د هغه له کورنۍ څخه ډېرې پيسې غوښتې وې.

نوموړي د نيول شوو کسانو د هويت په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د دولتي چارواکو نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو.

د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې په لوګر ولايت کې هم وسلوالو طالبانو يو انسان تښتوونکى ٤٠ دورې وواهه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version