غزني ښار (پژواک ۸ زمری ۹۱): په غزني ښار کې د اور لګېدنې له امله سلګونه دوکانونه وسوځېدل او خلکو ته يې لسګونه ميليونه افغانۍ زيان اړولى دى.
دغه اور تېره شپه ناوخته د غزني ښار د بزازۍ په سيمه کې په يوسوداګريز مارکېټ کې د برېښنا د شارتۍ له امله لګېدلى و.
د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي د زمري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه اور په يو دوه پوړيز سوداګريز مارکېټ کې لګېدلى و، چې په لاندې پوړ کې د رخت پلورلو او په دويم پوړ کې يې د خياطۍ دوکانونه وو.
هغه زياته کړه، اور ډېر تېز او قوي و؛ ځکه دوى ونه شواى کولاى چې پر وخت يې مړ کړي او وروسته يې په ښار کې له مېشتو پولنډي ځواکونو مرسته وغوښته.
د والي مرستيال وايي، تر هغه چې د پولنډي ځواکونو د اور مړ کولو عمله راتله، نو اور خلکو ته ډېر زيان اړولى و.
د محمدعمر په نوم د دغه مارکېټ يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل، چې د دې اور لګېدنې له امله د مارکېټ د دويم پوړ دوکانونه په بشپړ ډول سوځېدلي، خو د لاندني پوړ دوکاندارانو خپل مالونه مخکې وېستلي وو.
دوکانداران وايي، کله چې دوى خپل مالونه د باندې راو وېستل، نو يوه اندازه يې د خلکو له خوا چور شوي او دوى ته زيات زيان اوښتى دى.
محمدالله چې په دغه مارکېټ کې د رختونو دوکان لري پژواک اژانس ته وويل: ((کله چې اور ولګېد، نو زه ډېر ژر راغلم او کوښښ مې وکړ ، چې خپل مال له دوکانه اوباسم، د شپې له خوا هلته ګڼه ګوڼه زياته وه، او نيمايي مال مې ورک شو.))
نورو هټۍ والو هم ويل ،چې د مالونو يوه برخه يې د اور خوراک شوې او ځينې يې خلکو غلا کړي دي.
د عبدالله په نوم يوه بل هټۍ وال پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې لسګونه دوکانونه سوځېدلي او خلکو ته يې د ميليونو افغانيو زيان اړولى دى.
د غزني امنيه قوماندان سمونوال زړور زاهد بيا د هټۍ والو دا خبره ، چې ګواکې د دوى مالونه ورک شوي، نه مني او وايي چې امنيتي ځواکونو په سيمه کې شتون درلود او هلته هېڅ کومه غلا نه ده شوې.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى د اطفاييې يو مامور هم په دې پېښه کې ټپي شوى دى.
نوموړي وويل، چې د امنيه قوماندانۍ، ښاروالۍ او ملي اردو د اطفايې عمله راغلې وه او اور يې مړ کړ او نورو ودانيو ته يې د خپرېدو مخه ونيوله.