Language

امريکا او پاکستان د ناټو ځواکونو لپاره د اکمالاتو په اړه پر يوه تړون لاسليک وکړ

اسلام اباد (پژواک، ١٠ زمرى ٩١):  امريکا او پاکستان په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره د اکمالاتو په اړه پر يوه تړون لاسليک وکړ.

 دا تړون نن د پاکستان د دفاع وزارت يوه چارواکي فرح احمد او په اسلام اباد کې د امريکا سرپرست سفير رچرډ هوګلېنډ له خوا د پنډۍ په وزارت دفاع کې لاسليک شو.

 د تړون له مخې، د ناټو لپاره د وړل کېدونکو ټولو توکو فهرست به د پاکستان دولت ته سپارل کېږي او په دې اکمالاتو کې افغانستان ته د هېڅ ډول خطرناکې وسلې د وړلو اجازه نه شته.

 همداراز پاکستان ته د تړون د ختمولو واک ورکړل شوى، خو په دې شرط ، چې ٤٥ ورځې وړاندې اطلاع ورکړي.

 د دې تړون له مخې، د ناټو پر اکمالاتي موټرو هېڅ ټکس نه دى لګول شوى، خو امريکا به پاکستان ته د باروړونکو تجارتي الوتکو ټکس ورکوي.

 دغه راز د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي به هر دوه مياشتې وروسته د دې تړون پر موادو بيا کتنه کوي او تړون به د ٢٠١٥ زېږديز کال د دسمبر تر ٣١مې نېټې پورې عملي وي.

 د تړون له مخې، د ناټو هر يو اکمالاتي موټر به د کراچۍ د قاسم فورټ په بندر کې معاينه کېږي.

 پر دې تړون داسې مهال لاسليک کېږي، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر ډګر جنرال ظهيرالاسلام د امريکا په درې ورځني سفر بوخت دى.

 پاکستان تېر زېږديز کال د نومبر په ٢٦مه، هغه مهال د ناټو پر مخ د اکمالاتو پر لېږدولو بنديز ولګاوه، چې د مومندو ايجنسۍ په سلاله سيمه کې د ناټو په هوايي بريد کې ٢٤ پاکستاني سرتېري ووژل شول.

 وروسته امريکا د سلاله د پېښې په اړه بښنه وغوښته او دغه اکمالاتي لار روانه (جولاى) مياشت يو ځل بيا پرانېستل شوه، خو تېره اوونۍ پېښور ته نږدې جمروډ بازار کې د ناټو پر اکمالاتى کاروان د وسلوالو له خوا بريد وشو او ياده لاره د ناټو د اکمالاتو لپاره لا تردې دمه بنده وه.