جلال اباد (پژواک، ١٠ زمرى ٩١): د کابل په سروبي ولسوالۍ کې مېشتو فرانسوي ځواکونو د ٢٠١ سېلاب قول اردو درېيمې پلې لوا ته په دغه ولسوالۍ کې د (توره) په نوم د خپل يوه پوځي کمپ چارې وسپارلې.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال محمدنعمان هاتفي د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه چارې د فرانسوي بيرغ په راکوزولو او د هېواد د ملي بيرغ په رپولو سره واخيستل شوې.
هغه زياته کړه، چې يوه فرانسوي جنرال د خپلو پوځيانو د ترسره کړو خدمتونو او د دې ولسوالۍ خلکو ته په کړو خدمتونو رڼا واچوله.
نوموړى وايي،چې وروسته د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمدزمان وزيري وينا وکړه او د فرانسوي ځواکونو له همکاريو يې مننه وکړه.
د هاتفي په وينا، قوماندان وزيري ډاډ ورکړ، چې د ملي اردو ځواکونه به په پوره شهامت او وړتيا سره د دې ولسوالۍ د خلکو امنيتي چارې پر غاړه اخلي او له نورو امنيتي ارګانونو سره په ګډه به يې پر مخ وړي.
نوموړي وويل، چې فرانسوي ځواکونو خپل ټول وسايل له دغه پوځي مرکز څخه لېږدولي او يواځې پوځي بارکونه يې دوى ته سپارلي، چې د درېيمې پلې لوا سرتېري به يې د پوځي اډې، سرپناه او مرچل په توګه وکاروي.
د سروبي ولسوال حضرت محمد حقبين پژواک اژانس ته وويل، چې د اردو ځواکونو وار له مخه د فرانسوي سرتېرو تشه ډکه کړې ده.
هغه زياته کړه، چې د ملي اردو سرتېرو د کابل-جلال اباد د لويې لارې امنيتي چارې په خپله ولکه کې اخيستې، دوه مياشتې وړاندې فرانسوي سرتېرو د دې ولسوالۍ په مرکز او نغلو کې خپلې پوستې ټولې کړې دي.
ولسوال وويل، د اردو په ځواکونو ډاډه دى، چې د دې ولسوالۍ امنيتي چارې به ټينګوي.
د حقبين په وينا، نن يې د قول اردو له قوماندانه وغوښتل، چې يو شمېر تر ګواښ لاندې سيمو ته نور سرتېري هم ولېږي.
ولسوال وويل، چې په هېواد کې د رغنيزو پروژو سياست بدل شوى، اوس د نړيوالې ټولنې پر ځاى د مرکزي دولت اړتياوو ته په پاملرنې پروژې پلې کوي، چې دى له دې برخې هم کومه اندېښنه نه لري.
د يادونې ده چې د سروبي ولسوالۍ د امنيت چارې تېره مياشت د ايساف له فرانسوي ځواکونو افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
فرانسه په کاپيسا ولايت کې په پرله پسې دوو پېښو کې د افغان سرتېرو له خوا د هغوى د يو شمېر عسکرو تر وژل کېدو وروسته، له ټاکلي مهالوېش (٢٠١٤) څخه مخکې له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ايستلو اعلان کړى دى.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن